ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غني: د فاریاب اوسنی امنيتي وضعیت د قناعت وړ نه دی

غني: د فاریاب اوسنی امنيتي وضعیت د قناعت وړ نه دی

author avatar
28 Mar 2017 - 20:09
غني: د فاریاب اوسنی امنيتي وضعیت د قناعت وړ نه دی
author avatar
28 Mar 2017 - 20:09

کابل (پژواک ٨ ورى ٩٦): ولسمشر غني د فارياب له مشرانو او استازو وغوښتل چې یوه څرګنده ارزونه او اجماع ولري چې له مخې يې حکومت وکولای شي په بېلابېلو برخو کې د امنیت د ټینګښت او اقتصادي ودې لپاره بنیادي کارونه وکړي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمداشرف غني نن مازیګر د فاریاب له یو شمېر مشرانو او استازو سره وکتل.

سرچينه کاږي، په دغې کتنه کې لومړى د ولسي جرګې غړي قدرت‌الله ذکي او سردارمحمد رحمان‌اوغلي د خلکو ژوند په ځانګړي ډول د فاریاب خلکو ته د ولسمشر له پاملرنې مننه وکړه.

هغوی په بېلابېلو برخو کې د حکومت له برنامو څخه د ملاتړ تر څنګ وویل: "موږ نن راغلي یو چې د اقتصادي او پراختیايي برنامو په خاطر جمهور رئیس ته د فاریاب ولایت د خلکو نېکې هیلې او قدردانۍ وړاندې کړو."

‌اوغلي زياته کړه، د ولسمشر غني مدبرانه هڅې د دې لامل شوې دي چې په زیاتو برخو کې لاسته راوړنې ولرو، په ځانګړي ډول فساد سره مبارزه کې چې له امله یې پر فساد ککړو هېوادونو په درجه بندۍ کې د افغانستان په رتبه کې مثبت تغییر راغلی دی.

نوموړي د وژل شويو کسانو په ځانګړي ډول د جوزجاني او صفري کورنیو ته د جمهور رئیس له پاملرنې مننه وکړه او د دغو کسانو د کورنیو نیکې هیلې او سلامونه یې هغه ته وړاندې کړل.

په ملي شورا کې د فاریاب ولایت استازى سراج الدین صفري او د جوزجان ولایت استازى بازمحمد جوزجاني د تېر کال د مرغومي مياشتې په وروستيو کې د کندهار ولايت په مېلمستون کې په رامنځ ته شوې چاودنه کې وژل شوي وو.

د اوغلي په وينا، د صفري ټولنیز مقام ته په پام د خلکو غوښتنه دا ده چې په ولسي جرګه کې دې د هغه څوکۍ تشه پاتې نه شي، چې له دې سره به یې ټولنیز مقام خوندي پاتې شی.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، ولسمشر غني جوزجاني او صفري په نېکۍ یاد کړل او ټینګار یې وکړ چې د صفري د څوکۍ په اړه دې ارزونه وشي.

ده وویل، له امنیتي پلوه د فاریاب ولایت اوسنی وضعیت د قناعت وړ نه دی.

هغه د فاریاب ولایت له مشرانو وغوښتل چې یوه څرګنده ارزونه او اجماع ولري چې له مخې يې حکومت وکولای شي په بېلابېلو برخو کې د امنیت د ټینګښت او اقتصادي ودې لپاره بنیادي کارونه وکړي.

محمداشرف غني وویل، له منځنۍ اسیا هېوادونو سره زموږ اقتصادي او سوداګریزو سیاستونو ته په پام به د هېواد په شمال کې د ولایتونو وضعیت مخ په ښه کېدو شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.