ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې يوه کس خپله مېرمن وژلې

ننګرهار کې يوه کس خپله مېرمن وژلې

author avatar
28 Mar 2017 - 16:44
ننګرهار کې يوه کس خپله مېرمن وژلې
author avatar
28 Mar 2017 - 16:44

جلال اباد (پژواک، ۸ وری ۹۶): د ننګرهار په دوربابا ولسوالۍ کې يوه سړي خپله مېرمن پر ډزو وژلې او خپله له سيمې تښتېدلی دی.

د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږیاڼي د وري په ۸مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره ورځ د دوربابا ولسوالۍ په زیارت سیمه کې د رحمت په نوم يوه سړي خپله مېرمن پر ډزو وژلې او خپله له سيمې تښتېدلی دی.

هغه زياته کړه چې پېښه د لومړنيو معلوماتو له مخې د کورني تاوتريخوالي له امله رامنځته شوې او پولیسو د رحمت د نیولو په موخه پلټنې پیل کړې دي.

په دې وروستیو کې ننګرهار کې دغه ډول پېښو زور اخیستی چې له دې وړاندې په شېرزادو ولسوالۍ کې یوه کس خپله وریندار او له هغه وړاندې په بهسودو ولسوالۍ کې یوه سړي خپله مېرمن د چړې په ګوزار وژلې وه.

د ننګرهار د ښځو چارو رياست د معلوماتو له مخې، روان کال په دغه ولايت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۲۲۸ پېښې ثبت شوې چې له وهلو ټکولو او نورو تاوتريخوالو سربېره د مرګ پېښې هم په کې شاملې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.