ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستان يو ځل بيا د ننګرهار پر درېيو ولسواليو توغنديز بريدونه کړي

پاکستان يو ځل بيا د ننګرهار پر درېيو ولسواليو توغنديز بريدونه کړي

author avatar
28 Mar 2017 - 16:51
پاکستان يو ځل بيا د ننګرهار پر درېيو ولسواليو توغنديز بريدونه کړي
author avatar
28 Mar 2017 - 16:51

جلال اباد (پژواک، ۸ وری ٩۶): د ننګرهار په لعلپورې، مومندرې او نازیانو ولسواليو پاکستاني ځواکونو توغنديز بريدونه کړي چې زرګونه کورنۍ يې کورونو پرېښودو ته اړې کړې دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د وري په ۸مه پژواک اژانس ته وويل چې تېره شپه يو ځل بيا د ډيورنډ کرښې له هغې غاړې پاکستانی ځواکونو د یاد ولایت په مومند درې، لالپورې او نازیانو ولسوالیو شاوخوا ۳۰ توغندي ویشتلي دي.

هغه زياته کړه چې له دغو بریدونو د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه دوی ته راپور نه دی رسېدلی خو له ځینو سیمو ملکي وګړي د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د مومند درې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي د نوم نه ښودو په شرط پژواک ته وویل، تېره شپه د هغوی پر ولسوالۍ د ډیورنډ له هغې غاړې د توپ مرمۍ را ویشتل کېدې چې تر اوسه په کې چا ته ځاني زیان نه دی اوښتی.

هغه وویل، د مومند درې له یو شمېر سیمو ځینو خلکو کډې نورو سیمو ته بار کړې خو له حکومته یې د دې ستونزې د بنسټيز هواري غوښتنه کوله.

د لعلپورې ولسوالۍ د ډکې سيمې يوه قومي مشر حاجي سلطان محمد پژواک اژانس ته وويل چې په ياده سيمه کې د پاکستاني ځواکونو د توپچي بريدونو له امله ۲۵۰۰ کورنۍ بې ځايه شوې دي.

دی وايي، حکومت په دې برخه کې هېڅ اقدام نه دی کړی او بايد دې ستونزې ته يو بنسټيز او اساسي حللاره پيدا کړي.

د مومند درې ولسوالۍ د ډکې سيمې اړوند د خورۍ کلي يوه اوسېدونکي فريدالله هم پژواک ته وويل چې د شپې له خوا ټول خلک له کورونو بهر وځي نورو سيمو ته ځي او سهار بېرته خپلو کورونو ته ورځي.

هغه پژواک ته وويل: ((د کور منځ کې مو ګولۍ لګېدلې وه، دومره کنده يې ايستلې ده چې کرينګ يې هم نه شي ايستلی، دلته د سرحدي پوليسو د پامير پوسته شته خو هغو اقدام نه کوي.))

له دې وړاندې هم د ننګرهار او کونړ په یو شمېر ولسوالیو پاکستاني ځواکونو توغندیز بریدونه کړي چې یو شمېر ملکي وګړو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.