مزار شريف(پژواک، ٨ ورى ٩٦): د لومړي ځل لپاره په بلخ ولايت کې د المان په مرسته د يوه ٣٢٠بستريز نسايي – ولادي روغتون د بنسټ ډبره کېښودل شوه چې ١٥ ميليون يورو لګښت پرې کېږي.
ددغه عصري او مجهز روغتون پنځه پوړيزه ودانۍ د بنسټ ډبره نن د روغتيا د وزير ډاکتر فيروز الدين فيروز، د بلخ والي او ځايي چارواکو له لوري کېښودل شوه.
فيروز چې بلخ ته يې د روغتيايي ستونزو د څېړلو په موخه سفر کړى، ددغو مراسمو پرمهال وويل چې د روغتيايي خدمتونو وړاندې کول، په ځانګړي ډول مور او ماشوم ته د ارزښت وړ دي.
نوموړي زياته کړه:((دا روغتون مور او نوو زېږېدلو ته د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو ترڅنګ، يو تخصصي مرکز هم دى چې د بلخ او شمال زون د نورو ولايتونو ټولې ميندې او نوي زېږېدلي په کې له تخصصي خدمتونو برخمن کېږي.))
خو سرچينې د روغتون د جوړولو د وخت په اړه څه ونه ويل.
فيروز د روغتيايي بنسټيزو کارونو تر سره کول د وزارت له لومړيتوبونو ياد کړل او ويې ويل:((د بلخ ولايت ١٣٦ روغتيايي مرکزونه لري چې په ټولو کې نارينه او ښځينه کارکونکي شته دي.))
په ورته وخت کې د بلخ والي عطا محمد نور د المان ل مرستو مننه وکړه چې په ځانګړي ډول د ښځو لپاره يو روغتيايي مرکز جوړوي او دا به د بلخ ولايت د خلکو د وضعيت ښه کېدو په برخه کې يو ښه ګام وي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن