ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کاپیسا کې د نوري فایبر شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

په کاپیسا کې د نوري فایبر شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

author avatar
28 Mar 2017 - 17:02
په کاپیسا کې د نوري فایبر شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
author avatar
28 Mar 2017 - 17:02

محمودراقي (پژواک، ٨ ورى ٩٦): په کاپيسا ولايت کې د نوري فايبر شبکې چارې بشپړې او نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت سرپرست انجنیر احمدشاه سعادت د مرغومي په ٨مه د دې پروژې د پرانيستې پر مهال وويل چې یاده پروژه د دیارلسو میاشتو په موده کې بشپړه شوې ده.

هغه زياته کړه چې پر دې پروژې یو اعشاریه اته میليونه ډالر لګښت راغلی چې د پروان له جبل السراج ولسوالۍ څخه پیل او د کاپیسا له مرکز سره یې مزي نښلول شوي دي.

د نوموړي په وینا، نوري فایبر سیستم د نورو شبکو په پرتله ارزانه او هم په معیار ډول پوره اسانتیاوې لري.

هغه وايي هڅه کوي دا پروژه د کاپیسا ولسوالیو ته يې هم وغځوي.

سرپرست وزير وويل، دوی غواړي چې د واخان کوتل له لارې له چین، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او ایران سره هم نوري فایبر ونښلوي او یادو هېوادونو ته معلومات یا ډېتا د افغانستان له لارې ولېږدل شي.

سعادت وايي، دوى پر يو پلان کار کوي، کومې پیسې چې د مخابراتو له لارې لس سلنه جمع کېږي، هغه به نېغ په نېغه د ماليې وزارت ته استول کېږي او د هر ډول درغلۍ مخه به په دې اړه ونیول شي.

نوموړي همد ا ډول په دې غونډه کې وویل، تر څو چې الکترونیکې تذکرو د وېش لړۍ پیل نه شي، تر هغو ممکنه نه ده چې په هېواد کې د غیر قانوني سیم کارتونو د پلور مخه ونیول شي.

په ولسي جرګه کې د کاپیسا د خلکو استازي انجنیر اقبال ساپي د یاد وزارت له چارواکو وغوښتل چې د انټرنېټي او مخابراتي خدمتونو بیه را ټيټه کړي.

نوموړی زیاتوي: ((په هېواد کې مخابراتي برخه کې ډېر پرمختګ شوی دی، خو افغانان په اقتصادي لحاظ له مالي ستونزو سره مخ دي، د نړۍ د نورو هېوادونو په پرتله افغانستان یوازېنی هېواد دی چې د مخابراتو بیه په کې لوړه ده.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.