کندوز (پژواک، ٨ ورى ٩٦): په کندوز کې امنيتي چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې جنايي پېښې په بې مخينې ډول کمې شوې او په ١٣٩٥ کال کې يوازې ٢٠٢ جنايي پېښې ثبت شوې دي.
د کندوز د امنيې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدير ويس الدين تلاش پژواک خبري اژانس ته وويل چې د جنايي جرمونو کچه له پوليسو سره د خلکو د همکارۍ له امله په بې ساري ډول ټيټه شوې ده.
هغه زياته کړه: ((په ١٣٩٤ کال کې مو په کندوز ولايت کې ٤٧٥ جنايي پېښې درلودې چې په تړاو يې ٥٦٧ کسان نيول شوي وو، خو په ١٣٩٥ کال کې مو ٢٠٢ پېښې درلودې چې په تړاو يې ٢٢٣ کسان نيول شوي، دا شمېره د جنايي جرمونو د مخينې په برخه کې بې کچې ټيټوالى څرګندوي.))
تلاش زياته کړه، که چېرې خلک له پوليسو سره همکاري وکړي، په کندوز ولايت کې به د جرمونو کچه تر دې هم را ټيټه شي.
له بلې خوا د کندوز ښار اوسېدونکي له حکومته غواړي چې په روان لمريز کال کې د جنايي جرمونو د کمېدو لپاره ډېرې هڅې وکړي، څو د دغه ولايت خلک شپه او ورځ په ارام سره تېر کړي.
د کندوز ښار اوسېدونکي متين وويل چې پخوا په دغه ولايت کې د جنايي جرمونو کچه لوړه وه، خلکو له دې اړخه ډېره اندېښنه درلوده.
نوموړي وويل: ((په دې وروستيو کې وضعيت ښه شوى، خو بيا هم له چارواکو غواړم چې د جرمونو د کمښت په برخه کې جدي اقدامات وکړي، کوڅه ډبو اشخاصو ته اجازه ورنه کړي چې خلک وځوروي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن