فيض اباد (پژواک، ٩ ورى ٩٦): بدخشان ولايت کې د اته کيلوګرامه هيرويينو د قاچاق په تور پنځه پوليس نيول شوي دي.
د بدخشان د کشم ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونيار منور شاه محمد نن پژواک خبري اژانس ته وويل، په يادو کسانو کې د کشم ولسوالۍ دوه ملي او درې سيمه ييز پوليس شامل دي.
ده زياته کړه، ياد پنځه پوليس نن سهار هغه مهال ونيول شول چې په يوه ټانک کې يې اته کيلوګرامه ځاى پر ځاى شوي هيرويين له جرم ولسوالۍ کشم ولسوالۍ ته لېږدول.
د کشم ولسوالۍ امنيه قوماندان وويل، له نيول شوو کسانو درې کلاشينکوفونه هم ترلاسه شوي دي.
د بدخشان امنيه قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدير سمونوال سهراب رسولي، د کشم ولسوالۍ امنيه قوماندانۍ د پنځو پوليسو نيول تاييد کړي او وايي، تر اوسه د قضيې څرنګوالي په اړه معلومات نه دي ترلاسه شوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د کشم امنيه قوماندانۍ پوليسو تېره ورځ يو بل کس هم د لس کيلوګرامه هيرويينو د لېږد په تور نيولى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن