ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرکټ په څلور ورځنۍ لوبه کې افغانستان ايرلينډ تر قوي فشار لاندې ساتلی

د کرکټ په څلور ورځنۍ لوبه کې افغانستان ايرلينډ تر قوي فشار لاندې ساتلی

author avatar
29 Mar 2017 - 18:19
د کرکټ په څلور ورځنۍ لوبه کې افغانستان ايرلينډ تر قوي فشار لاندې ساتلی
author avatar
29 Mar 2017 - 18:19

کابل (پژواک، ٩ ورى ٩٦): د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د لويو وچو جام سياليو په لړ کې د ايرلينډ پر وړاندې په  څلور ورځنۍ لوبې کې مخکښه ده او سياله لوبډله يې تر قوي فشار لاندې ساتلې ده.

د انټرکانټنينټال يا لويو وچو جام سياليو په لړ کې افغانستان خپله پنځمه لوبه پرون د هندوستان په ګريټر نويډا لوبغالي کې له ايرلينډ سره پيل کړه، د دې لوبې بچه چې افغان لوبـډلمشر ګټلې وه، لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

د لومړۍ ورځې تر پايه پورې افغان لوبډلې په ٩٦ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوحېدو ٣٦٥ منډې جوړې کړې.

نن په دويمه ورځ هم افغان توپ وهونکو په زړه پورې لوبه وکړه، افسر ځاځي خپله سليزه بشپړه کړه او په ١٠٣ منډو ناسوځېدلى پاتې شو.

دغه راز دولت ځدراڼ هم له ځاځي سره ښه ملګرتيا وکړه او هغه هم په ٣٢ منډو ناسوځېدلى پاتى شو.

راشد خان نن يوازېنى افغان لوبغاړو و چې د ايرلينډ له خوا وسوځول شول. افغانستان په ١٣٩ اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ٥٣٧ منډې جوړې کړې او خپله لوبه يې پاى ته ورسوله.

پرون افغان لوبډلمشر اصغر ستانکزي په زړه پورې لوبه کړې وه او سليزه يې پوره کړې وه.

دغه راز شهزاد محمدي ٨٥، ناصر جمال ٧٣ او رحمت شاه ٤٦ منډې جوړې کړې وې.

د ايرلينډ لوبډلې چې توپ وهنه پيل کړه؛ نو په شپږو منډو يې لومړى لوبغاړى د محمد نبي له خوا وسوځول شول، خو وروسته جايس او بالبراين کلک مقاومت وکړ او خپلې منډې يې تر ١٢٣ پورې ورسولې، پر دې مهال راشد خان يو ځل بيا په زړه پورې توپ اچونه وکړه او د ايرلينډ پنځه پياوړي لوبغاړي يې وسوځول، يو لوبغاړى ظاهر خان لخوا وسوځول شول.

د لوبې د دويمې ورځې تر پايه پورې ايرلينډ د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره ١٧٠ مندې جوړې کړې او اوس هم له افغانستان څخه ٣٦٧ منډې شا ته دى.

د کرکټ نړيوالې شورا ويلي چې د دغه جام ګټونکې لوبډلې ته به د ټسټ کرکټ لوبو ترسره کولو چانس ورکول کېږي.

د يادونې ده، افغانستان تر اوسه په دې سياليو کې هالنډ، نميبيا، پي اېن جي ته ماتې ورکړې او له سکاټلينډ سره يې لوبه د باران له امله مساوي پاتې شوې وه، خو ايرلينډ بيا خپل څلور واړې لوبې ګټلې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.