ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار د معروف ولسوالۍ د خیالي ښوونکو معاشونه وځنډول شول

د کندهار د معروف ولسوالۍ د خیالي ښوونکو معاشونه وځنډول شول

author avatar
29 Mar 2017 - 17:00
د کندهار د معروف ولسوالۍ د خیالي ښوونکو معاشونه وځنډول شول
author avatar
29 Mar 2017 - 17:00

کندهار (پژواک، ٩ ورى ٩٦): د کندهار والي په يوه تازه اقدام کې يو ځل يیا د معروف ولسوالۍ د خيالي ښوونکو معاشونه وځنډول.

دغه ګام له هغه وروسته اخیستل کېږي چې پژواک خبري اژانس د خلکو د شکایتونو پر بنسټ څو ورځې مخکې راپور خپور کړ چې د کندهار په معروف ولسوالۍ کې هېڅ ښوونځی نشته، خو د لسګونو ښوونځيو په نوم راتلونکي معاشونه شخصي جېبونو ته ځي.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک د وري په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې والي ډاکتر محمد همایون عزيزي د ښوونکو د معاشونو د ځنډولو پرېکړه په ولایت مقام کې د ځوانانو له مشورتي بورډ سره د لیدنې پر مهال کړې ده.

د هغه په وينا، دغه اقدام په ځانګړې توګه د معروف ولسوالۍ او نورو هغو ولسوالیو په اړه اخیستل کېږي چې په کې د خیالي ښوونځیو، ښوونکو او زده کوونکو د شتون ادعا کېږي.

خپلواک زیاته کړه، د کندهار والي پرېکړه کړې څو یو باوري پلاوی معروف او نورو هغو ولسوالیو ته د څېړنې په موخه ولېږي چې اوسېدونکي یې د ښوونځیو او ښوونکو د نشتوالي له امله شکایتونه کوي.

دی وايي، د څېړنې په پایله کې به له هغو کسانو سره قانوني چلند وشي چې په دې برخه کې د فساد عاملین دي او یا یې پر خپل کور معاشونه اخیستي وي.

بلخوا د کندهار د پوهنې ریاست چارواکي هم د کندهار ولایتي ادارې د دې اقدام هرکلی کوي.

د دې ادارې ویاند نظرمحمد صمیمي پژواک خبري اژانس ته وویل، د پوهنې ریاست د پوهنې په بهیر کې د اصلاحاتو، د کیفیت د لوړوالي او د فساد د مخنیوي په برخه کې نه یوازې د ولایتي ادارې، بلکې د مدني فعالانو، رسنیو، خبریالانو او ولس د هر ډول نظارت او څېړنې هرکلی کوي.

دی زیاتوي، څه موده وړاندې هم د کندهار د والي په لارښوونه معروف ولسوالۍ ته د ښوونځیو او ښوونکو د شتون او د پوهنې د بهیر د څېړلو په موخه یو پلاوی لېږل شوی و چې بشپړ ګزارش یې له ولایتي ادارې سره شریک شوی و.

د ده په خبره، اوس چې بیا ولایتي ادارې تصمیم نیولی چې یو پلاوی به د معروف تر څنګ په کندهار ښار او ټولو ولسوالیو کې د خیالي ښوونځیو او ښوونکو په اړه څېړنه او تحقیق وکړی، دوی ورسره په بشپړه توګه همکار او همغږي دي.

دی وايي، په دې توګه به د خلکو هغو پوښتنو او اندېښنو ته هم ځواب وویل شي چې په معروف او یا نورو ولسوالیو کې د ښوونځیو او ښوونکو د نشتوالي په اړه یې لري.

د یادونې ده، څه موده مخکې هم د کندهار والي د معروف ولسوالۍ د شاوخوا ۷۰۰ ښوونکو معاشونه د هغو شکایتونو پر بنسټ ځنډولي وو چې ګواکې دغلته ټول ښوونځي او ښوونکي خیالي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.