ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لغمان کې د بیارغونې ۱۷ پروژې بشپړې شوې

لغمان کې د بیارغونې ۱۷ پروژې بشپړې شوې

author avatar
29 Mar 2017 - 16:22
لغمان کې د بیارغونې ۱۷ پروژې بشپړې شوې
author avatar
29 Mar 2017 - 16:22

مهترلام (پژواک، ٩ ورى ٩٦): په لغمان ولايت کې د ميليونونو افغانيو په لګښت د بيارغونې ١٧ پروژې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د وري په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې پروژو د پرانيستې په مراسمو کې والي عبدالجبار نعيمي، د ولايتي شورا غړو، ځايي چارواکو او قومي مشرانو برخه اخيستې وه.

هغه زياته کړه، دغه پروژې د ولايت پر مرکز مهترلام سربېره د اليشنګ او قرغيو په ولسواليو کې د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت په چوکاټ کې بشپړې شوې دي.

د ځواک په وينا، پر دې پروژو څه باندې ٥٦ ميليونه افغانۍ لګښت راغلى چې د اسيا پرمختيايي بانک له خوا ورکړل شوى دى.

د والي وياند وويل چې په دې پروژو کې  استنادي دېوالونه، کانالونه، سربندونه او د سيفون (سوپر پسيج) ساختمانونه شامل دي.

د لغمان والي د دې پروژې د پرانيستې پر مهال ويلي چې له دې پروژو څخه د سيمو زرګونه کورنۍ ګټه اخلي.

هغه له خلکو وغوښتل چې د پرمختګ هر خبر د دغه ولایت فرد فرد ته ورسوي، څو هغه ناروغ کسان چې تل د ناهيلۍ، بربادۍ او د دښمن په ګټه پيغامونه انتقالوي او عامه ذهنونه خرابوي، هغوی هم پر دې پوه شي چې هېواد د پرمختګ پر لوري روان دى.

د قرغيو ولسوالۍ يوه اوسېدونکي عين الله پژواک اژانس ته وويل چې پخوا په سيند کې د سېلابي اوبو راتلو له امله د دوى کرنيزې ځمکې ويجاړېدې، خو اوس ورته استنادي دېوالونه جوړ شوي دي.

د يو بل خبر له مخې، سويډن کمېټې په ننګرهار ولايت کې له ښوونځيو سره د مېزونو او چوکيو مرسته وکړه.

په ختيځ کې د سويډن کمېټې له خوا پژواک اژانس ته په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ياده پروژه د افغان کنېکشن له خوا تمويل شوې وه.

سرچينې زياته کړې چې د ننګرهار عالی لېسې لپاره ۳۰۰، خواجه رزق الله ښوونځي لپاره ۱۲۰ او د سراچه نجونو ښوونځي او د ياسین بابا نجونو ښوونځي ته ۱۶۰، ۱۶۰ مېزونه او چوکۍ ورکړل شول.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه راز په يادو ښوونځيو کې د واليبال لوبو ميدانونه او معلولیت لرونکو زده کوونکو لپاره د کرکټ د لوبې لپاره یو پيچ هم جوړ شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.