کابل (پژواک، ٩ ورى ٩٦): د جرمني پوليسو ويلي چې د ١٦ امريکايي او افغان سرتېرو پر وژلو تورن افغان طالب قوماندان يې نيولى دى.
جرمني رسنيو خبر ورکړى چې نيول شوى طالب قوماندان عبدالله نومېږي او ٣٠ کاله عمر لري.
سرچينې زياته کړې چې دغه طالب قوماندان تېره اونۍ په سوېلي ولايت بواري کې نيول شوى او اوس تر پلټنو لاندې دى.
د جرمني څارنوالۍ ويلي چې قوماندان عبدالله په ٢٠٠٢ زېږديز کال له طالبانو سره يو ځاى شوى و او په ٢٠٠٤ زېـږديز کال کې د څو وسله والو قوماندان شو، سپکې او درنې وسلې يې ترلاسه کړې.
سرچينې ويلي چې دغه قوماندان د نورو بريدونو تر څنګ د افغان او امريکايي ځواکونو پر يوه کاروان بريد کې هم لاس درلود چې په ترڅ کې يې ١٦ امريکايي او افغان سرتېري وژل شوي وو.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن