ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نارنج ګل دوديزه کلنۍ مشاعره ترسره شوه

د نارنج ګل دوديزه کلنۍ مشاعره ترسره شوه

author avatar
30 Mar 2017 - 16:50
د نارنج ګل دوديزه کلنۍ مشاعره ترسره شوه
author avatar
30 Mar 2017 - 16:50

جلال اباد (پژواک، ۱۰ وری ٩۶): ننګرهار کې د نارنج ګل دوديزه کلنۍ مشاعره د هېواد د بېلابېلو ولايتونو د سلګونو شاعرانو او د شعر مينه والو په ګډون ترسره شوه.

دغه مشاعره چې د وري په ۱۰مه د جلال اباد ښار د فوټبال په ستر لوبغالي کې جوړه شوې وه، د مشاعرې تر څنګ د کورنيو توليداتو د بازارموندې نندارتون هم پرانيستل شوی و.

د مشاعرې له پيله مخکې د ويناوو برخه وه چې په کې د يو شمېر ويناوالو پر خبرو سربېره د ولسمشر محمد اشرف غني پيغام هم ولوستل شو.

ولسمشر اشرف غني په خپل را استولي پيغام کې پر ځوانو شاعرانو غږ کړی چې د نارنج ګل مشاعرې دغه دود دې همداسې دوامداره وساتي څو ننګرهار تل د ادب او فرهنګ ټاټوبی پاتې شي.

د مشاعرې د پيل په خبرو کې د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په مشاعره کې د سانسور شتوالي په اړه د خلکو اندېښنې رد کړې خو له شاعرانو يې وغوښتل چې په خپلو شعرونو کې دې  د چا سپکاوی نه کوي.

هغه دا هيله هم وکړه چې شاعران دې په خپلو شعرونو کې د ولس ستونزې، غوښتنې او پر حکومت انتقادونه بيان کړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست رسول باوري وویل چې د نارنج ګل مشاعره يوازې د ننګرهار نه، بلکې د ټول افغانستان د خلکو او شاعرانو مشاعره ده.

ده هيله څرګنډه کړه چې د نارنج ګل مشاعرې نېټه په کاليزو کې وليکل شي، څو مينه وال پرې خبر وي او په دې ورځ ځانونه ننګرهار ته ورسوي.

د مشاعرې په څنډه کې د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رییس اورنګ صمیم پژواک اژانس ته وویل، سږ کال یې مشاعرې ته دوه برخې ورکړې وې چې لومړی یې د مشاعرې او دویمه یې د کورنيو توليداتو د نندارتون برخه وه.

هغه زياته کړه، مشاعرې دغه ځل له نورو کلونو سره ځکه توپير درلود چې عامو خلکو ته په کې هم د ګډون زمينه برابره شوې وه او هر چا کولی شول چې په مشاعره کې برخه واخلي.

د نارنج ګل دودیزه مشاعره دغه ځل هم د عمر خوړلو شاعرانو سربیره د ځوانو او ښځینه شاعرانو له رنګینيو ډکو، هنري، انتقادي او ملي شعرونو برخمنه وه.

رمضان صايم د خپل شعر طنزیه او انتقادي برخې د مشاعرې د ګډونوالو پر څېرو او خولو خنداګانې خورې کړې او په چک چکو یې بدرګه کړ.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.