ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار ښار د احمدشاهي جادې د پخولو چارې پیل شوې

د کندهار ښار د احمدشاهي جادې د پخولو چارې پیل شوې

author avatar
30 Mar 2017 - 16:00
د کندهار ښار د احمدشاهي جادې د پخولو چارې پیل شوې
author avatar
30 Mar 2017 - 16:00

کندهار (پژواک، ١٠ ورى ٩٦): د کندهار والي ډاکتر محمد همایون عزيزي د یو شمېر چارواکو او قومي مشرانو په ملتیا د احمدشاهي جادې د پخولو چارې پرانیستې.

د دې جادې په اوږدو کې د ملکیتونو د استملاک، خامه کارۍ، چریو، پلیو لارو او ګلدانونو جوړولو چارې چې یو کال مخکې پیل شوې وې، په دې وروستیو کې بشپړې شوې وې او نن یې د پخولو چارې پيل شوې.

د کندهار والي ډاکتر محمد همایون عزيزي وویل، د احمد شاهي جادې د پراخوالي پلان شاوخوا څلوېښت کاله مخکې د پخواني ولسمشر محمد داود خان د واکمنۍ پر مهال جوړ شوى و، خو تېرو حکومتونو يې د عملي کېدو لپاره اقدام ونه کړ.

هغه خوښي وښوده چې د ګڼې ګوڼې د مخنیوي، ښاري ښکلا او پراختيا په موخه دغه پلان اوس عملي کېږي.

نوموړي د کندهار له ښاروالۍ، اړوندو ادارو او خلکو مننه وکړه چې د دې جادې د پراخولو او جوړولو په چارو کې یې برخه اخیستې ده.

عزيزي ژمنه وکړه چې په کندهار ښار کې به ښاري او اصلاحي ماسټر پلان عملي کوي او د بنسټیزو پروژ پلي کېدو ته به لومړیتوب ورکوي څو د خلکو په ژوند کې مثبت بدلون راشي.

د کندهار ښاروال انجنیر روښان ولسمل پژواک اژانس ته وویل، د احمدشاهي جادې پر پخولو ۷۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د کندهار ښاروالۍ له خوا ورکول کېږي.

ده زیاته کړه، دغه جاده چې ٢،٥ کيلومتره اوږدوالى لري، د ٧٤ متره په اندازه پراخه شوې او په اوږدوالي یې شته ملکیتونه استملاک شوي او اړوندې نورې ټولې چارې یې بشپړې شوې دي.

دی وايي، د دې جادې په جوړېدو سره د ترافيکي او امنيتي پېښو ګراف ټیټېږي او تر څنګ يې د ښار ښکلا هم ورسره زياتېږي.

نوموړي وویل، د جادې پخولو چارې به تر راتلونکو درېیو میاشتو بشپړې شي.

نوموړي دغه راز یادونه وکړه چې د کندهار ښار په ټولو ناحيو کې يې په متوازنه توګه پرمختيايي چارې پيل کړې چې له مخې به يې خلکو ته د ژوند ډېرې اسانتياوې برابرې شي.

د کندهار ښار اوسېدونکي د ښاروالۍ د پراختیايي پلانونو پر پلي کېدو خوښي ښيي او وايي په تېرو ډېرو کلونو کې دې ادارې هغسې فعالیت نه درلود لکه په وروستیو دوو کلونو کې چې یې لرلی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.