جلال اباد (پژواک، ۱۰ وری ٩۶): چارواکو د ننګرهار په ځینو ولسواليو کې د ځمکنيو او هوايي عملياتو په ترڅ کې د لسګونو داعش او طالب وسله والو د وژلو خبر ورکړى دى.
د چارواکو د معلوماتو له مخې، ياد هوايي او ځمکني بريدونه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغان او بهرنيو ځواکونو له لوري ترسره شوي دي.
په ختيځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو له مطبوعاتي دفتره د وري په ۱۰مه پژواک اژانس ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ننګرهار د کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ملي اردو کومانډو ځواکونو د هوايي او ځمکنيو بريدونو پر مهال ۲۷ داعش وسله وال وژلي دي.
بلخوا د ننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال پژواک اژانس ته وويل چې تېره شپه د خوږياڼو ولسوالۍ په پيره خېلو سيمه کې بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه بريد ترسره کړی چې په پايله کې يې ۲۴ وسله وال طالبان وژل شوي او ۴ نور ټپيان دي.
هغه زياته کړه چې په وژل شوو طالبانو کې د چپرهار ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال او درې قوماندانان هم شامل دي.
مشرقيوال دغه راز وويل چې د هسکې مېنې ولسوالۍ په اوغز او د نازيانو ولسوالۍ په سپينې ژۍ سيمو کې بهرنيو ځواکونو هوايي بريدونه کړي او په ترڅ کې يې د درېيو بهرنيانو په ګډون شپږ داعش وسله وال وژلي دي.
دی وايي، په ترسره شوو هوايي بریدونو کې د وسله والو مخالفینو یو اندازه وسله او مهمات هم تخریب او له منځه وړل شوي دي.
چارواکو په دغو بريدونو کې د افغان او بهرنيو ځواکونو او ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل.
داعش تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې د خوږياڼو په عملياتو کې يې ١٣ کورني او بهرني سرتيري وژلي او يو شمېر نور يې ټپيان کړي دي.
نوموړي ومنله، چې په دې نشته کې د يوه قوماندان په ګډون پنځه طالبان هم وژل شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن