ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په شمال ختيځ زون کې امنيتي ځواکونو ته بې پېلوټه الوتکې ورکړل شوې دي

په شمال ختيځ زون کې امنيتي ځواکونو ته بې پېلوټه الوتکې ورکړل شوې دي

author avatar
30 Mar 2017 - 16:22
په شمال ختيځ زون کې امنيتي ځواکونو ته بې پېلوټه الوتکې ورکړل شوې دي
author avatar
30 Mar 2017 - 16:22

کندوزښار (پژواک، ١٠ ورى ٩٦): په شمال ختيځ کې د سپين زر ٨٠٨ زون عمومي قوماندان وايي چې د وسله والو مخالفينو د ورکولو لپاره ددغه زون امنيتي ځواکونو ته بې پېلوټه الوتکې ورکړل شوې دي.

لوى پاسوال شېر عزيز کامه وال د پژواک خبري اژانس له خبريال سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې دغه الوتکې شاوخوا پنځلس ورځې وړاندې دوى ته ورکړل شوې دي.

کامه وال د الوتکو کره شمېره ونه ښوده، خو ویې ويل چې دغه الوتکې په کندوز کې دي او په شمال ختيځو ولايتونو کې فعاليت کوي.

هغه زياته کړه: ((موږ ته بې پيلوټه الوتکې راکړل شوې، خو شمېر يې محرم دى، دا الوتکې د دفاع وزارت د کشف رياست له لوري اداره کېږي، يعنى خپله د افغانانو دي، دا سيسټم له پنځلسو ورځو راهيسې په کندوز کې چمتو شوې، په دې موده کې مو د کندوز ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د طالبانو ستر پټنځايونه له منځه وړي.))

نوموړى وايي چې د کشفي چارواکو د معلوماتو له مخې، په کندوز ولايت کې شاوخوا ١٨٠٠ وسله وال مخالفين فعاليت کوي چې بهرني جنګيالي هم په کې دي، دوى د افغانستان او منځنۍ اسيا لپاره ستر ګواښ دى.

کامه وال وويل: ((په کندوز ولايت کې د طالبانو په منځ کې بهرني وسله وال هم شته چې په ازبکستان، تاجکستان، چچين او ختيځ ترکستان پورې اړه لري، په ټول افغانستان کې فعاليت کوي، له ځواکمنو هېوادونو غواړو چې له افغانستان سره د ترهګرو له منځه وړلو کې همکاري او ملاتړ وکړي.))

هغه زياته کړه، طالبانو پلان درلود چې په تېر کال کې لږ تر لږه پنځه ولايتونه له ګواښ سره مخ کړي، له دغو ولايتونو يو هم کندوز دى: ((د ځانګړو قطعو د زحمتونو او ځانګړو ځواکونو د هڅو په پايله کې بريالي نه شول، هر ځاى يې چې سر اوچت کړى، وهل شوي او هوايي ځواکونو هم د ځمکنيو ځواکونو ترمنځ فعال ونډه درلوده.))

د ٨٠٨ سپين زر زون عمومى قوماندان د امنيتي ځواکونو په ليکو کې د وسله والو مخالفينو د نفوذ پخلى وکړ او ويې ويل چې کشفي ارګانونو په دې برخه کې خپل اقدامات پيل کړي دي.

نوموړى د روسيې له لاسوهنې هم يادونه وکړه او وويل چې روسيه يو ځل په افغانستان کې ناکام شوه، که چېرته بيا هم په افغانستان کې لاسوهنه کوي، په زيان يې تمامېږي.

هغه په ډاګه کړه: ((په افغانستان کې د هېڅ کوم هېواد لاسوهنه د افغانستان په ګټه نه ده، هر څوک چې لاسوهنه وکړي، غاښ ماتوونکې ځواب به وويني، که روس بيا هم پوځي لاسوهنه وکړي، زيان به وګوري.))

کامه وال وويل: ((موږ په کندوز کې د ولسمشر له لوري په نښه شوو درې اداري واحدونو کې د امنيتي ځواکونو د ځاى پر ځاى کولو عمليات پيلوو، په هره بيه چې وي، سږ کال به دا ولسوالۍ فعالې کړو، حاکميت به پرې ولرو.))

نوموړي په کندوز ښار کې د امنيت راوستلو او د امنيتي ځواکونو تر منځ د غوره همغږۍ ډاد ورکړ او وايي اجازه نه ورکوي چې د کندوز وضعيت يو ځل بيا خراب شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.