ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په پکتيکا کې طالبان يو شمېر موټر ګمرک کوي

په پکتيکا کې طالبان يو شمېر موټر ګمرک کوي

author avatar
30 Mar 2017 - 18:22
په پکتيکا کې طالبان يو شمېر موټر ګمرک کوي
author avatar
30 Mar 2017 - 18:22

ښرنه (پژواک ١٠ ورى ٩٦): د پکتيکا ځينې اوسېدونکي وايې، د مرکز ښرنې په څو کليو کې طالبانو له خلکو غوښتي چې د تلويزونونو او راډيوګانو له اورېدلو ډډه وکړي او هم يو شمېر موټر ګمرک کوي؛ خو طالبان لومړۍ موضوع ردوي او د ګمرک د اخيستلو خبره بيا مني.

د ښرنې د کلي يوه اوسېدونکي چې نه غواړي نوم يې خپور شي، پژواک خبري اژانس ته وويل، لسګونه وسله وال طالبان يې پرون کلي ته ورغلي او په جوماتونو کې د لوډسپيکر له لارې يې خلک راټول کړي او ترې غوښتې يې دي، چې نور دې د تلويزونونو او راډيوګانو له اورېدلو ډډه وکړي.

ده زياته کړه، طالبانو له يو شمېر دولت پلوه خلکو د سيمې د پرېښودو غوښتنه کړې او له نورو عامو خلکو يې غوښتي چې د دوی په ليکو کې ځای په ځای شي.

د مرکز ښرنې د چهاردې د کلي يوې سرچينې چې د نوم له اخيستو ډډه کوي، پژواک ته وويل چې طالبان يې کلي ته ورغلي وو او له خلکو يې له هغوى سره د يوځاى کېدو او د تلويزيونونو او راډيوګانو له اورېدو ډډې کولو غوښتنه کړې وه.

د هغه په خبره، په دې ولايت کې ډېری وسله وال طالبان خلکو ته اخطارونه ورکوي، وژني يې او هغوی بېځايه ځوروي.

د مېلمه مدني بنسټ مشر يعقوب خان منظور هم پژواک ته وويل، نه يواځې دا چې وسله والو طالبانو خلک د تلويزونونو او راډيوګانو له اورېدلو منعه کړي، بلکې په دې ولايت کې له ځينو موټرو د ګمرک په نامه پيسې هم ترلاسه کوي.

د هغه په وينا، د پکتيکا د ولايتي ادارې او امنيتي ارګانونو د کمزورتيا له امله، وسله وال طالبان د ښرنې په څلور کيلومترۍ کې خلک فراروي، هغوی خپلو ليکو ته جلبوي او په سيمه کې د راډيوګانو او تلويزنونو له اورېدلو څخه خلک منعه کوي، خو دوی يې په وړاندې چوپه خوله دي.

که څه هم د پکتيکا امنيه قوماندانۍ په دې اړه څه نه وايي، خو د مرکز ښرنې د سيمه ييزو پوليسو مشر لال خان وفا پژواک ته وويل، کليو ته وسله وال طالبان راغلي او له خلکو يې د راډيوګانو او تلويزنونو د نه اورېدلو غوښتنه کړې او هغوی يې خپلو ليکو ته بللي دي.

خو دى زياتوي، سيمه ييز پوليس په وخت سيمې ته رسېدلي او وسله وال طالبان تښتېدلي دي.

د هغه په خبره، ترڅو چې په دې سيمه کې سيمه ييز پوليس وي، ولسونه دې په ارامه ژوند وکړي او هيڅ ډول ستونزه هغوی ته نه جوړېږي.

له بلې خوا د يوسف خېلو ولسوالۍ اوسېدونکي نبې زيارمل پژواک ته وويل، وسله وال طالبان د دې ولسوالۍ په خيربين او څو نورو سيمو کې هغه موټر، چې له وېش څخه په قاچاقي لارو دې لور ته را اوړي، ګمرک ترې اخلي.

نوموړی زياتوي، دغه موټر ځکه په قاچاقي لارو ځي، چې اسناد نه لري او غواړي بې اسنادو موټر هغو ولايتونو ته واړوي، چېرته چې بې اسناد موټر ګرځېدلی شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.