کندهار (پژواک، ١٠ ورى ٩٦): د کندهار ولايت په ځینو سیمو کې د نښتو او عملياتو پر مهال درې پوليس سرتېرو او ١٨ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه ولايت يوې امنیتي سرچینې د وري په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وویل د کندهار ښار د لومړۍ امنیتي حوزې په ساحه کې وسله والو پر پولیسو برید کړی، یو پولیس وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.
دغه سرچینه وايي، پولیس هغه مهال د وسله والو موټرسایکل سپرو تر برید لاندې راغلل چې پر ګزمه بوخت وو.
له برید وروسته وسله وال تښتېدلي دي.
بلخوا د کندهار په نېښ ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو له خوا په عملیاتو کې ۱۸ وسله وال وژل شوي او د هغوی د وسلو او چاودېدونکو توکو یوه زېرمه هم کشف او له منځه وړل شوې ده.
په کندهار کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند تورن احمد صادق پژواک خبري اژانس ته وويل په نېښ ولسوالۍ کې دغه عملیات د ملي اردو، ملي پولیسو او ملي امنیت ځواکونو له خوا په ګډه پیل شوي دي.
ده زیاته کړه، د عملیاتو په لړ کې له تېرې شپې راهیسې ۱۸ وسله وال وژل شوي چې په وژل شوو کې د وسله والو مخالفینو د سرې قطعې قوماندان ملا رحمت الله هم شامل دی.
دی وايي، په دغو عملیاتو کې د وسلو او چاودېدونکو توکو یوه زېرمه هم کشف او له منځه وړل شوې چې په کې ۵۰ کړۍ ماینونه او نور شامل دي.
د ده په خبره، په دغو عملیاتو کې امنیتي ځواکونو او د سیمې اوسېدونکو ته زیان نه دی اوښتی.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
په نېښ ولسوالۍ کې له هغه وروسته عملیات پیل شوي چې دغلته وسله والو مخالفینو شاوخوا ۱۵ ورځې وړاندې پر امنیتي پوستو پراخ بریدونه وکړل.
په دغو بریدونو او جګړه کې دواړو لورو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن