ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نیول شوي زمریان په کندهار کې د ژوبن لپاره له سوېلي افریقا راوړل شوي

نیول شوي زمریان په کندهار کې د ژوبن لپاره له سوېلي افریقا راوړل شوي

author avatar
2 Apr 2017 - 15:58
نیول شوي زمریان په کندهار کې د ژوبن لپاره له سوېلي افریقا راوړل شوي
author avatar
2 Apr 2017 - 15:58

کندهارښار (پژواک، ١٣ ورى ٩٦): يو سوداګر ادعا کوي چې په کندهار کې نیول شوي زمریان يې له سوېلي افریقا څخه راوړي او په دې کې د قاچاق موضوع شامله نه ده.

دوه ورځې مخکې د کندهار امنیتي چارواکو خبر ورکړی و چې د دغه ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې یې هغه ۶ زمریان نیولي چې پاکستان ته وړل کېدل.

دوی ویل، دغه زمریان د افغانستان په ځنګلونو کې نیول شوي او د سپین بولدک له لارې پاکستان ته قاچاق کېدل.

خو يو سوداګر وايي چې زمریان یې په سوېلي افریقا کې نیولي او په قانوني توګه یې د یوه ژوبڼ جوړولو لپاره هېواد ته راوړي دي.

محمد داوود فراهي چې ځان د زمریانو څښتن او یو سوداګر ښيي، پژواک خبري اژانس ته اړوند اسناد هم وښودل.

نوموړي وویل، غوښتل یې په کندهار کې یو ژوبڼ جوړ کړي او د همدې لپاره یې له سوېلي افریقا ۶ زمریان چې درې زمري او درې زمریانې دي، په قانوني توګه هېواد ته راوړي دي.

ده زیاته کړه، مخکې له دې چې دغه زمریان هېواد ته وارد کړي، کندهار ولایت مقام ته یې عریضه کړې وه او د دغه کار لپاره یې قانوني جواز هم جوړ کړی دی چې اړوندو ټولو ادارو ورسره موافقه کړې ده.

دی وايي، په همدغه بنسټ یې زمریان په سوېلي افریقا کې په ۱۲زره ډالر پېرلي او بیا یې د متحده عربي اماراتو له لارې کابل ته راوړي چې هر زمری خپل پاسپورټ لري او ده یې قانوني مالیه او نور اړوند حسابونه هم خلاص کړي دي.

د ده په خبره، وروسته یې زمریان د کابل له هوايي ډګر څخه کندهار ته راوړل، دا چې په رالېږدولو کې یې ډېر وخت لګېدلی و نو د زمریانو نوکانو لنډولو او واکسین ته اړتیا وه.

فراهي وویل، دا چې په کندهار کې په دې برخه کې مسلکي ویترنر نه موندل کېده، پرېکړه یې وکړه چې زمریان سپین بولدک ته ولېږدوي او د کرښې له هغې غاړې ورته مسلکي ویترنر ډاکتر را وغواړي، څو هم یې نوکان لنډ کړي او هم ورته واکسین وکړي.

خو دی وايي، هلته په رسېدو سرحدي پولیسو زمریان ونیول او رسنیو ته یې وویل چې ګواکې دغه زمریان د افغانستان په ځنګلونو کې نیول شوي او پاکستان ته په ناقانونه توګه قاچاق کېدل.

نوموړي رد کړه چې ګواکې دغه زمریان دې پاکستان ته قاچاق کېدل.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.