ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

برمک: پېښو ته د لاسرسي برخه کې د افغانستان وضعيت د اندېښنې وړ دى

برمک: پېښو ته د لاسرسي برخه کې د افغانستان وضعيت د اندېښنې وړ دى

author avatar
3 Apr 2017 - 19:33
برمک: پېښو ته د لاسرسي برخه کې د افغانستان وضعيت د اندېښنې وړ دى
author avatar
3 Apr 2017 - 19:33

کابل (پژواک، ١٤ ورى ٩٦): طبيعي پېښو ته د لاسرسي چارو کې د دولت وزير، پېښو ته د ځواب په برخه کې د اغېزناکه پروګرامونو د نه شتون له امله د پخواني حکومت پر بې پروايۍ نيوکه وکړه او ويې ويل، افغانستان په دغه برخه کې تر ټولو زيات زيان لېدونکى هېواد دى.

 طبيعي پېښو ته د لاسرسي چارو کې د دولت وزير احمد ويس برمک، نن د "طبيعي پېښو د نړيوال راپور اعلان" تر نامه لاندې په يوه خبري ناسته کې چې نن په کابل کې د افغاني سرې مياشتې او نړيوال سور صليب او سرې مياشتې ټولنې له لوري ترسره شوې وه، وويل چې په ٢٠١٦ زېږديز کال کې د هېواد په کچه د زلزلې، سېلاب، د ځمکې او واورې ښويېدو او نورو پېښو په ګډون ١٠٠ طبيعي پېښې رامنځته شوې، چې له امله يې له ٤٠٠ زياتو کسانو ژوند له لاسه ورکړى دى.

 هغه زياته کړه، ٢٠١٥ کال کې د دا ډول پېښو له امله شا وخوا ٤٥٠ کسانو ژوند له لاسه ورکړى دى.

 دغه راز نوموړي وويل، په تېرو دوه کلونو کې د يادو پېښو له امله لسګونه زره کسان بې کوره شوي چې له امله يې خلکو ته مليونونه افغانۍ زيان اوښتى دى.

 نوموړي زياته کړه، چې پخواني حکومت په تېرو پنځلسو کلونو کې د طبيعي پېښو له خطرونو د مخنيوي په موخه د غوره مديريت او ځواب ويونکي سيسټم په برخو کې اړين ګامونه نه دي پورته کړي.

خو هغه زياته کړه، افغان حکومت په تېرو دوه کلونو کې په دغه برخه کې اغېزناک ګامونه پورته کړي دي.

د هغه په وينا، افغان حکومت بايد د هېواد او نړيواله کچه داسې پروګرامونه چمتو کړي، څو پر بنسټ يې د پېښې پر مهال او له هغه وروسته ډېره پاملرنه وکړي.

 د سره صليب او سره مياشتو ټولنو د نړيوال فدراسيون مشر اريل کستنس (Ariel Kestens) په دغه ناسته کې وويل، د نړۍ په کچه تر ټولو ډېرې پيسې د پېښې پر مهال او له هغه وروسته لګول کېږي.

 د هغه په وينا، هر کال پېښو ته د لاسرسي په برخه کې د نړۍ په کچه د پرمختللو اقتصادي هېوادونو له لوري ٣،٣ ټرليون ډالره مرسته کېږي، چې له دې جملې يې ١،٦ مليارده ډالره د پېښو د خطرونو د کموالي په برخه کې او پاتې نورې يې له پېښې وروسته لګول کېږي.

 د سرچينې د معلوماتو له مخې، په تېر زېږديز کال کې د نړۍ په کچه د زلزلې، سېلاب او د ځمکې ښوييدو په ګډون ٦٠٠ طبيعي پېښې ترسره شوې دي.

 هغه وويل، د يادو پېښو له امله له ٣٢ زره زيات کسان وژل شوي، ١٠٨ مليون کسان په يو نه يو ډول اغېزمن شوي او دوى ته له دې اړخه له اويا مليارده ډالره زيات زيان اوښتى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.