جلال اباد (پژواک، ۱۵ وری ٩۶): د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست له لوري شاوخوا ٦٥ ټنه بې کیفیته او تاریخ تېر درمل او خوراکي توکي وسوځول شول.
دغه بې کیفیته او تاریخ تېر توکي او درمل چې د ننګرهار د بې کیفیته خوراکي توکو را ټولېدو کمېسیون له لوري د تېر یوه کال په موده کې د دغه ولایت په مربوطاتو کې ټول شوي وو، د وري په ۱۵مه وسوځول شول.
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست د چاپېریال ساتنې برخې امر ډاکتر محمد اشرف احمدزی وايي، له تېرو څو کلونو راهیسې د زرګونه ټنو په شاوخوا کې بې کیفیته خوراکي توکي او درمل له بازاره راټول شوي او دا څلورم ځل دی چې د کمېسیون په حضور کې له منځه وړل کېږي.
ده ژمنه وکړه، هڅه یې دا ده، په ننګرهار ولایت کې ټول بې کیفیته او تاریخ تېر درمل او غذايي توکي له منځه یوسي.
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست د روغتیايي قوانینو او ارزونې سرپرست امر ډاکتر وحیدالله شېرزاد وايي، دغه خوراکي توکي او درمل یې د ننګرهار له بېلابېلو سیمو راټول کړي دي.
هغه زياته کړه، د دوی څېړنې دوام لري، څو په دغه ولایت کې د بې کیفیته او تاریخ تېرو درملو او خوراکي توکو مخنيوی وکړي.
نوموړي د ننګرهار له اوسېدونکو وغوښتل چې له دې ډول بې کیفیته او تاریخ تېر درملو څخه چې له پاکستان څخه قاچاقي راځي، د بېلابېلو ناروغيو د مخنيوي په موخه استفاده ونه کړي.
د ننګرهار ځيني اوسېدونکي د بې کیفیته او ټیټ کیفیته درملو له شتون څخه شکایت کوي او وايي، د کارونې له امله یې ناروغان د ښه کېدو پر ځای له لا نورو ستونزو سره مخ کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن