ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

والي: په لغمان کې د حزب اسلامي ځیني قوماندانان له دولت سره په جګړه بوخت دي

والي: په لغمان کې د حزب اسلامي ځیني قوماندانان له دولت سره په جګړه بوخت دي

author avatar
4 Apr 2017 - 15:07
والي: په لغمان کې د حزب اسلامي ځیني قوماندانان له دولت سره په جګړه بوخت دي
author avatar
4 Apr 2017 - 15:07

جلال اباد (پژواک، ۱۵ وری ٩۶): د لغمان والي وايي چې لا هم په دغه ولايت کې د حزب اسلامي ځيني قوماندانان او وسله وال يې د طالبانو په ليکو کې د دولت پر وړاندې جګړه کوي.

عبدالجبار نعيمي له پژواک خبري اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې پر مهال پر يادو قوماندانانو او وسله والو غږ وکړ چې د خپل مشر انجنير ګلبدين حکمتيار له امر سره سم دې په دغه ولايت کې له جګړو لاس پر سر شي.

نعيمي وايي چې په دغه ولايت کې د ټولو وسله والو شمېر نږدې دوه زره دى چې ټول د طالبانو تر بيرغ لاندې جګړه کوي.

هغه وويل چې پخوا د حزب اسلامي ځينو قوماندانانو هم له دولت سره په مستقيمه توګه جګړه کوله خو اوس د طالبانو تر بيرغ لاندې جنګېږي.

نوموړي د حزب اسلامي پر دغو قوماندانانو د اوربند غږ وکړ او زياته کړه: ((دوی دې له جنګه لاس واخلي؛ ځکه چې له حزب اسلامي سره د دولت تړون شوی دی؛ نو موږ اميدوار يو هغوی دې له نورو جنګي ډلو را ووځي او د جګړې پر ځای دې د وطن په ابادۍ کې برخه واخلي.))

بلخوا بيا د انجنير ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي نظامي مسوول قاري محمد يوسف بغلاني چې روانه اوونۍ يې ننګرهار ته سفر کړی و، له پژواک خبري اژانس سره د خبرو پر مهال دا رد کړه چې ګواکې د حزب قوماندانان دې اوس هم په جګړه بوخت وي.

هغه وويل، له افغان دولت سره د حزب اسلامي د هوکړه ليک يوه ماده دا هم ده چې اوربند به کېږي او اوسمهال په ټول هېواد کې د دې ډلې قوماندانانو او غړو اوربند کړی او دې پرېکړې ته ژمن دي.

قاري بغلانی مني چې پخوا د طالبانو په ليکو کې د دوی ډېر غړي موجود وو خو له افغان حکومت سره د سولې تر تړون وروسته ټول د دوی خوا ته ور ستانه شوي دي.

وسله وال طالبان هم مني چې په لغمان ولايت کې د حزب اسلامي ځيني قوماندانان له افغان حکومت سره د دې ډلې د سولې تر تړون وروسته له دوی سره يو ځای شوي دي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل: ((نه يوازې لغمان، بلکې د هېواد په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم د حزب اسلامي هغه مجاهدين وروڼه چې د هېواد د استقلال لپاره جنګېدل؛ اوس موږ سره يو ځای شوي او زموږ غړي دي))

د يادولو ده، د حزب اسلامي د امير انجنير ګلبدين حکمتيار او د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني تر منځ د سولې تړون تېر کال په تلې مياشت کې لاسليک شو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.