مزارشريف (پژواک، ۱۵ ورى ۹٦): په مزارشريف کې يو شمېر خلک شکايت کوي چې د سيمې پخواني وسله وال يې په خپلو ځمکو کې کار کولو ته نه پرېږدي او باج ترې غواړي.
د کابل- مزار پر لويه لاره د مومن اباد په نامه کرنيز فارم جوړ شوی، کروندګر يې شکايت کوي چې د سيمې زورواکي ترې جذيه غواړي.
دوى وايي، دوی ۱۳۵ کورنۍ دي او۲۷۰۰ جريبه ځمکه لري چې د مزار ښار شمال ختيځ لور ته پرته ده.
د دغه کرنيز فارم استازى او دهقان مومن خان د وري په ۱۵مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله وال له دوى څخه په ځمکو کې د شلو کورونو لپاره ځمکه غواړي.
نوموړي زياته کړه، دوى د خپلو دغو ځمکو پر سر چې ۲۵ کاله وړاندې يې له دولت څخه قراردادي نيولې، کورونه جوړ کړي او زراعتي کړې يې دي.
د هغه وينا، د خپلو ځمکو قانوني اسناد په لاس کې لري چې د يوه قسط پيسې يې هم دولت ته تسليم کړې دي.
دى وايي: ((غير قانوني وسله وال رانه کله د ۲۰ کورونو ځمکه غواړي او کله رانه د کور پر سر ۲۰زره افغانۍ غواړي.))
هغه زياتوي، وسله والو پر دوى حمله کړې او د ځمکو په سر جوړې شوې ودانۍ يې نړولې دي او د دوى څو تنه دهقانان يې هم ټپيان کړي دي.
مومن خان ادعا کوي چې د بلخ پوليس هم له دغو وسله والو سره لاس لري؛ ځکه چې څو ځلې يې ورته عريضه کړې خو دوى يې هر ځل له خپل دفتر څخه شړلي دي.
نوموړي د بلخ پر پوليسو تور پورې کړ چې ستونزه يې ورته نه هواروي.
د ده په خبره، څه موده وړاندې بلخ ته د کرنې وزارت لوړپوړي مسوولين ورغلي وو چې د دوی اسناد يې سم وبلل؛ خو بيا هم د زورواکو له خوا ترې د جذيې غوښتنه کېږي.
هغه وويل، دغو وسله والو مخکې د دوی مزاحمت نه کاوه؛ خو له کله چې د بلخ والي له ولسمشر سره جوړ جاړى وکړ او ويې ويل چې له ولايت څخه به استعفا وکړي، نو دغو وسله والو ورته مزاحمتونه پيل کړل.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن