ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“پاکستان دې له افغانستان سره د اړیکو په رغونه کې عملي اقدام وکړي”

“پاکستان دې له افغانستان سره د اړیکو په رغونه کې عملي اقدام وکړي”

author avatar
8 Apr 2017 - 15:07
“پاکستان دې له افغانستان سره د اړیکو په رغونه کې عملي اقدام وکړي”
author avatar
8 Apr 2017 - 15:07

کابل (پژواک، ١٩ ورى ٩٦): پاکستان بايد له افغانستان سره د اړيکو ښه کولو او بد ګومانيو د له منځه وړو لپاره عملي اقدامات وکړي.

دغه څرګندونې د افغانستان د ژورنالېستان يو پلاوي پاکستان ته د سفر پر مهال د پاکستان د پوځ له وياند بريد جنرال اصف غفور سره د ليدنې پر مهال وکړې.

د ژورنالېستانو د افغان پلاوي  مشر جاوېد هميم کاکړ تر هر څه مخکې  د پاکستان له خلکو او حکومت څخه يې مننه وکړه چې له تېرو څو لسيزو راهيسې يې د افغان کډوالو کوربه توب کړى دى.

هغه زياته کړه: ((ميليونونه  افغانان چې په پاکستان کې يې لسګونه کلونه تېر کړي  وو او له دغه ځايه له ښو خاطرو څخه خپل هېواد ته ستانه شوي وو، خو په دې وروستيو کې د پاکستان له خوا د ځينو نا سمو اقداماتو له امله د دواړو هېوادونو د ولسونو او حکومتونو تر منځ واټن پيدا شوى.))

کاکړ د افغانستان او پاکستان تر منځ د لويو لارو بندول، پر افغان خاورې د توغنديو توغول او د افغان کډوالې مېرمن شربت ګلې نيول او بندي کول له هغو کارونو څخه وو چې له امله يې د دواړو هېوادونو اړيکې خرابې شوې او ولسونه يې هم سره لرې کړل.

نوموړي وويل، د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې هغه مهال ښه کېداى شي چې د پاکستان له لوري په دې برخه کې ځيني اقدامات پورته کړى شي.

د افغان پلاوي بل غړي محمد حسن حقيار د پاکستان او هندوستان دښمنۍ او خرابو اړيکو ته په اشارې سره وويل، که د افغانستان او پاکستان د اړيکو ښه کولو لپاره جدي اقدامات ونه شي نو لرې نه ده چې څو کاله وروسته د افغانستان د پوهنې په نصاب کې پاکستان د دښمن هېواد په توګه ياد شي.

د سياسي چارو کارپوه او د افغان پلاوي غړي حکمت ساپي وويل، د حقاني په ګډون ګڼ شمېر طالب مشران په پاکستان کې مېشت دي، خو پر وړاندې يې جدي اقدامات نه کېږي.

هغه زياته کړه: ((دا شعار چې افغانستان او پاکستان وروڼه اسلامي ګاونډې هېوادونه دي، ګډ فرهنګ، تاريخ، ژبه او مذهب لري، نو بيا له دغو مشترکاتو سره سره ولې دواړه هېوادونه سره لرې شوي دي.))

د ساپي په وينا، پاکستان دې داسې عملي اقدامات ترسره کړي چې وروسته افغان دولت او افغان ولس د پاکستان په اړه له لاسه ورکړى باور بېرته ترلاسه کړي.

هغه وويل، که پاکستان افغانستان سره د ښو اړیکو غوښتونکي وې؛ نو په کراتو افغان حکومت له پاکستان څخه د ملابرادر د خوشي کیدو غوښتنه وکړه ، خو تراوسه یې هغه خوشي نه کړ ؟

د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو د دفتر مشر  او وياند بريد جنرال اصف غور وويل، ترهګري د دواړو هېوادونو ګډ دښمن دى او پر ضد يې بايد دواړه هېوادونه ګډه مبارزه وکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.