کندهار (پژواک، ۲۱ وری ۹۶): د کندهار په شاولیکوټ ولسوالۍ کې هغه درې ښوونځي بیا پرانیستل شول چې له اوږدې مودې راهیسې د نا امنیو له امله تړل شوي وو.
د دغو ښوونځیو په پرانیستل کېدو سره سلګونو هغو زده کوونکو ته د زده کړې زمینه برابره شوه چې د زده کړې له نعمته بې برخې وو.
د کندهار د پوهنې رییس محب الله قادري د دغو بندو ښوونځیو د پرانیستې لپاره نن (د وري ۲۱مه) دغې ولسوالۍ ته ورغلی و.
قادري پژواک خبري اژانس ته وویل، یاد شوي درې ښوونځي مخکې د دې ولسوالۍ په چغتو، چنار او کندلانو سیمو کې فعال وو چې کلونه وړاندې د جګړو او ناامنیو له امله وتړل شول.
ده زیاته کړه، اوس دغه ښوونځي له یادو شوو سیمو د دې ولسوالۍ د بابړانو سوزني، مردوزي او کلا سیمو ته را ولېږدول شول او همدلته د زده کوونکو پر مخ پرانیستل شول چې امنیت یې ښه دی.
د ده په وینا، د دغو ښوونځیو په پرانیستلو سره د یادو شوو کلیو ۴۵۰ تنه زده کوونکو ته د زده کړې زمینه برابره شوه او دغه شمېره به پسې لوړه شي.
قادري وویل، د پوهنې ریاست هڅې پیل کړې چې په ولسوالیو کې بند ښوونځي پرانیستل شي او ماشومانو ته د زده کړې اسانتیا برابره شي.
د شاولیکوټ ولسوال حاجي عبدالغني وايي، خلک به وهڅوي چې نه یوازې د پرانیستل شوو ښوونځیو ساتنه وکړي، بلکې خپل ماشومان هم ورته راولېږي.
یاد شوي بند ښوونځي وروسته له هغه د شاولیکوټ له ناامنو سیمو څخه امنو سیمو ته رالېږدول کېږي چې د دې ولسوالۍ اوسېدونکو او مخورو یې غوښتنه وکړه.
د شاولیکوټ ولسوالۍ د شورا مشر حاجي ظاهر جان پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې ولسوالۍ کې د ښوونځیو د تړل کېدو له امله زرګونه ماشومان او نجونې له زده کړو بې برخې دي.
هغه زیاته کړه، څه موده مخکې یې د ولایتي ادارې له چارواکو غوښتي وو چې تړل شوي ښوونځي دې د دې ولسوالۍ په هغو سیمو کې فعال کړي چې امنیت یې ښه دی.
د یادونې ده، په شاولیکوټ کې ټولټال ۱۷ ښوونځي شته چې اوس یې د نوو پرانیستل شوو ښوونځیو په ګډون د فعالو ښوونځیو شمېر ۵ ته لوړ شو، خو ۱۲ ښوونځي لا هم تړلي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن