ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ماشوم وېرول ناوړه پايلې لري

د ماشوم وېرول ناوړه پايلې لري

author avatar
12 Apr 2017 - 15:53
د ماشوم وېرول ناوړه پايلې لري
author avatar
12 Apr 2017 - 15:53

کابل (پژواک، ٢٣ ورى ٩٦): يو شمېر ديني عالمان او ارواپوهان د ماشوم وېرونې د ناوړه پايلو په اړه خبردارى ورکوي او وايي چې د ماشومانو وېرول کولى شي د هغوى پر راتلونکې ناوړه اغېز ولري.

په افغاني کورنيو کې له پخوا نه تر اوسه پورې د کورنۍ او نورو نږدې کسانو له لوري د شوخۍ او ژړا پر مهال د ماشوم وېرول دود دي او خپل ماشومان په بلا، توتو (سپي)، پېشو، شيشکه، پېري او ... وېروي.

د يوه تحصيلي مرکز زده کوونکې ٢٠ کلنه زهرا وايي: ((په ماشومتوب کې به مې چې کوم کار يا شوخي کول، مور مې وېرولم، راته ويل يې چې په تياره کې مه ګرځه، بلاوې او پېريان دي، حتى اوس چې دې عمر ته هم رسېدلې يم، په تياره کې وېرېږم، د شپې نه شم کولى چې په تياره کې له ګوټې نه بهر شم.))

دغه وضعيت راته اوس په يوه رسمي معمول بدل شوى، ډېرى کورنۍ پرته له دې چې ددغه کار ناوړه پايلو ته پام وکړي، خپل ماشومان وېروي.

خو دا يوازې زهرا نه ده چې له خپل ماشومتوب نه يې داسې  يو وېروونکى انځور ذهن کې پاتې دى، ګڼ نور کسان هم شته چې د خپل ماشومتوب له دورې نه  تريخ تصوير لري او  د دوى پر  روان يې بدې اغېزې پرېښې دي.

اتلس کلنه تمنا چې د کابل ښار د يوه ښوونځي له دوولسم ټولګي فارغه شوې، له خپل ماشومتوب نه ښې خاطرې نه لري.

هغه واي کله چې ماشومه وه مور يې ورسره سم چلند نه کاوه، کله به يې چې کومه تېروتنه وکړه، شور ماشور به يې پرې جوړ کړ، اوس دغه کار د دې لامل شوى چې په ټولنه کې سم چلند نه لري، بې جرئته ده، حتى کله چې مېلمه راځي، په کور کې ورسره د مخامخ کېدو جرئت هم نه لري.

د ماشومانو وېرول نه يوازې چې د هغوى د وروسته پاتې کېدو لامل ګرځي، بلکې کله کله ډېر ناوړه خطرونه هم لري.

١٣ کلنه مروه د خپلو سترګو ليدلى حال داسې بيانوي:

(( د ماما زوى مې چې دوه نيم کلن دى، د شپې تياره کې مې ووېرولو، لاس او پښې يې کاږه شول، شونډې يې شنې وې، سترګې يې وازې پاتې وې، غږ يې نه پورته کېده، تر څو دقيقو پورې غلى و،  لاس، پښې او زړه مو ورته وموښلو، ورور يې رنګ ځاى ته راغى، وروسته يې غږ وکړ او په چيغو شو.))

خو د پنځو ماشومانو مورعاليې وويل چې زوى يې په ماشومتوب کې له سپې وېرولو او ورته ويل مې (بهر مه ځئ، توتو به دې وخوري.))

د هغه په خبره چې زوى يې اوس لوى شوى، خو لا هم له سپې وېرېږي او په ټولنه کې له نورو خلکو سره  هم غوره ټولنيز چلند نه لري او ګوښه توب خوښوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.