ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د ۲۴ میلیونه افغانیو په لګښت دوه استنادي دېوالونه جوړ شول

خوست کې د ۲۴ میلیونه افغانیو په لګښت دوه استنادي دېوالونه جوړ شول

author avatar
13 Apr 2017 - 16:36
خوست کې د ۲۴ میلیونه افغانیو په لګښت دوه استنادي دېوالونه جوړ شول
author avatar
13 Apr 2017 - 16:36

خوست (پژواک، ٢٤ ورى ٩٦): په خوست کې د ٢٤ ميليونه افغانيو په لګښت دوه استنادي دېوالونه تر جوړېدو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.

ياد دېوالونه چې يو يې ۱۱۵۰ متره او بل يې ۴۷۰ متره اوږدوالی لري، د خوست مرکز اړوند د متون د چيغۍ او درش په دوو مختلفو کليو کې جوړ شوي دي.

د خوست والي حکم خان حبيبي د دغو استنادي دېوالونو د پرانيستنې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې پر دې دواړو استنادي دېوالونو باندې د اوبو او انرژۍ وزارت له خوا ۲۴ ميليونه افغانۍ لګښت شوى دى.

هغه زياته کړه: ((د دې استنادي دېوالونو چارې په دريو مياشتو کې بشپړې شوې چې په وسيله به يې ۴۷۰ جريبه کرنيزه ځمکه له سېلابه وساتل شي او ۱۴۰۰ کورنۍ به له دې اړخه ګټمنې شي. زه دغه دواړه پروژې د کرنې د سکتور د پياوړتيا لپاره ډېرې مهمې او اساسي ګڼم.))

دا مهال د خوست په ځینو سيمو کې زرګونه جريبه کرنيزه ځمکه د سېلابونو له خطر سره مخ ده، خو حبيبي وايي چې په دې برخه کې پر يو ځانګړی پلان کار کوي چې ډېر ژر به عملي بڼه خپله کړي.

هغه زياتوي: ((د متون او د شمل خوړ په اوږدو کې ډېرو داسې تحکيماتي پروژو ته ضرورت دی چې د لومړيتوبونو پر اساس يو په بل پسې پلې کړو او هڅه به کوو چې زموږ کرنيزې او زراعتي ځمکې د سېلابونو د تهديد نه خلاصې او د يو منظم ابياري سيستم درلودونکې وي.))

په همدې حال کې د متون سيمې يوه قومي مشر حاجي نورګل پژواک اژانس ته وويل، هغه کرنيزې ځمکې او کورونه چې د متون د خوړ په دواړو غاړو کې پراته دي او د سېلابونو له خطر سره مخ وو، د استنادي دېوالونو په جوړېدو اوس له خطره خوندي شول.

هغه زياته کړه: ((د دې استنادي دېوالونو په جوړېدو د خلکو ځمکې او کورونه په امن کې شول، خو دا بسنه نه کوي ځکه دا ډېر ضرري خوړ دى او لاندې نورې ساحې هم شته چې هغوی ته هم بايد دا ډول استنادي دېوالونه جوړ شي.))

د خوست د اوبو لګولو رياست مسوولين هم وايي، هغه کرنيزې ځمکې چې د سېلابونو په وسيله تخريب شوې دي د بيا جوړېدو او ګروندګرو سره د مرستې په خاطر ډېرې پرمختيايي پروژې تر پلان لاندې لري چې ډېر ژر به عملي بڼه خپله کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.