ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ د ښوونځيو ښوونکي د کتابونو کمښت جدي ستونزه بولي

د بلخ د ښوونځيو ښوونکي د کتابونو کمښت جدي ستونزه بولي

author avatar
15 Apr 2017 - 17:59
د بلخ د ښوونځيو ښوونکي د کتابونو کمښت جدي ستونزه بولي
author avatar
15 Apr 2017 - 17:59

مزارشريف (پژواک، ۲٦ وری ۹۶): د بلخ د ښوونځيو ښوونکي د کتابونو کمښت جدي ستونزه بولي؛ خو د ولايتي شورا بيا د يادې ستونزې تر څنګ د دغه ولايت د پوهنې رياست په فساد کې ښکېل وباله.

دغه څرګندونې د ښوونځيو ځينو ښوونکو او د ولايتي شورا رييس د هغې غونډې په څنډه کې رسنيو ته وکړې چې د پوهنې وزير اسدالله حنيف په کې خلکو ته د پوهنې د ستونزو د حل په تړاو خبرې کولې.

د وري په ۲۷مه، د پوهنې وزير ، بلخ ولايت ته د يو رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولايت د معارف په تړاو د ستونزو د ارزونې په موخه سفر کړی دی.

د بلخ ولايت د ښوونځي مديران په دغه ولايت کې د کتابونو د وېش لړۍ په پيل کېدو خوښي څرګندوي خو وايي چې د زده کوونکو د شمېر په پرتله ورته خورا کم کتابونه رسېږي.

د ګوهر خاتون لېسې مديرې مېرمن نفسې غياثي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کتابونو د کمښت مسئلې ته په کمه سترګه کتل کېږي.

نوموړې زياته کړه، په لېسه کې ۲۷۹۰ زده کوونکې لري  چې ورته ورکړل شوي کتابونه خورا کم دي.

د هغې په وينا، د دوی لېسې ته د معارف لخوا رسېدلي کتابونه د زده کوونکو د شمېر په پرتله ۴۰ سلنه ستونزه حلولی شي.

مېرمن غياثي دغه چاره له زده کړو او ښوونځي څخه د زده کوونکو د تېښتې لامل وګاڼه او له معارف سره ستره جفا.

خو د بلخ ولايتي شورا رييس ډاکټر محمد افضل حديد د هماغې غونډې په څنډه کې چې د پوهنې وزير په کې خلکو ته د معارف د ستونزو په تړاو خبرې کولې، رسنيو ته وويل چې په بلخ کې د معارف ستونزه يوازې د کتابونو تر کمښت  نه ده.

نوموړي ادعا وکړه چې د بلخ پوهنې رياست په فساد کې ښکېل دی.

هغه له وزير څخه د فساد پر وړاندې د جدي مبارزې تر څنګ په دې هم ټينګار وکړ چې بايد د معارف په چوکاټ کې ټولې ازموينې رڼې تر سره شي.

د پوهنې وزير اسدالله حنيف بلخي له رسنيو سره په خبرو کې په بلخ کې د کتابونو د کمښت ستونزه  رد کړه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.