کندهار (پژواک، ۲۶ وری ۹۶): د بې پولې ډاکټرانو ټولنه د کندهار په ډنډ او خاکرېز ولسوالیو کې روغتیايي مرکزونه جوړوي.
د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک دوري په ٢٦مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه څرګندونې د یادې شوې ټولنې ساحوې مسوولې مېرمن جین ان او د کندهار د دفتر مشر ډانیل نورین له والي ډاکټر محمد همایون عزیزي سره په لیدنه کې وکړې.
مېرمن جین په دې لیدنه کې وویل، غواړي د کندهار د ډنډ ولسوالۍ د قدوس کارېز او د خاکرېز ولسوالۍ په لالک او ځیرک سیمو کې روغتیايي مرکزونه جوړ کړي.
هغې زیاته کړه، له دې لارې غواړي د کندهار له هغو اوسېدونکو سره مرسته وکړي چې روغتیايي اسانتیاوو ته لاسرس نه لري.
نوموړې په دې برخه کې د کندهار له والي د مرستې غوښتنه وکړه.
ډاکټر محمد همایون عزیزي د بې پولې ډاکټرانو د ټولنې د دې اقدام هر کلی وکړ، خو غوښتنه یې وکړه چې یاده شوې ټولنه دې د روغتیايي مرکزونو لپاره مجهزې ودانۍ هم جوړې کړي.
ده دغه راز غوښتنه وکړه چې دغه لړۍ دې د کندهار نورو ولسوالیو ته هم وغځول شي، ځکه دلته د خلکو نفوس ته په کتو روغتیايي اسانتیاوې کمې دي.
که څه هم د بې پولې ډاکټرانو ټولنې مخکې په روغتیايي برخه کې د کندهار له عامې روغتیا ریاست سره مرسته کوله خو دا لومړی ځل دی چې دغلته روغتیايي مرکزونه جوړوي.
په کندهار کې ټولټال ٩٧ روغتيايي مرکزونه فعاليت کوي چې ١٤ يې په شخصي پانګونه جوړ شوي.
له دې ډلې د کندهار د اوولسو ولسواليو په کچه ٥٠ دولتي او ٢ شخصي روغتيايي مرکزونه فعاليت لري، چې د چارواکو او خلکو په وينا کافي نه دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن