ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جلال اباد ښار د برېښنا پرچاوۍ د مخنيوي لپاره نوی ترانسفرمر لګول کېږي

د جلال اباد ښار د برېښنا پرچاوۍ د مخنيوي لپاره نوی ترانسفرمر لګول کېږي

author avatar
15 Apr 2017 - 18:29
د جلال اباد ښار د برېښنا پرچاوۍ د مخنيوي لپاره نوی ترانسفرمر لګول کېږي
author avatar
15 Apr 2017 - 18:29

جلال اباد (پژواک، ۲۶ وری ٩۶): د ننګرهار د برېښنا رياست چارواکي وايي، د را روان اوړي موسم لپاره يې په جلال اباد ښار کې د برېښنا پرچاوۍ د مخنيوي لپاره په يوه تازه ترانسفرمر کار پيل کړی دی.

د دې رياست د مسوولينو د معلوماتو له مخې، دا نوی ترانسفرمر د شل مېګاواټه برېښنا ظرفيت لري او چارې به يې ډېر ژر بشپړې شي.

د ننګرهار د برېښنا رياست مسوولينو دا څرګندونې د جلال اباد ښاريانو د برېښنا پرچاوۍ په اړه د هغوی د شکايتونو په ځواب کې وکړې.

د ښار اوسېدونکي وايي، کله چې هم په جلال اباد ښار کې ګرمي ډېره شوې، ورسره په دغه ښار کې د برېښنا د پرچاوۍ ستونزه هم رامنځته شوې ده.

د جلال اباد ښار د تالاشۍ په زېرزمينۍ کې مبايل پلورونکی جان محمد وايي، له يوې خوا زېرزميني کې ګرمي ډېره وي، له بلې خوا تياره او کله چې برېښنا لاړه شي؛ نو خلک له ډېرو ستونزو سره مخ وي.

هغه پژواک سره د خبرو پرمهال غوښتنه وکړه چې بايد د را روان اوړي پرمهال د برېښنا رياست د دغې ستونزې لپاره حل لاره ولټوي.

دغه راز د جلال اباد ښار د درېيمې ناحيې اوسېدونکي ولي الله پژواک ته وويل، د برېښنا رياست دې د برېښنا د پرچاوۍ په خاطر ځانګړي پلانونه جوړ کړي چې د اوړي موسم کې ښاريان له ستونزو سره مخامخ نه شي.

ښاريان دغه راز نيوکه کوي چې رياست د برېښنا پرچاوۍ او ښاريانو ته د اسانتياوو د رامنځته کولو په برخه کې هېڅ اقدام نه کوي؛ خو د برېښنا بيل د نه تحويلۍ په صورت کې جريمې ډېر ژر ورلېږي.

د ننګرهار د ولايتي شورا منشي ذبيح الله زمري هم له پژواک سره د خبرو پرمهال ټينګار وکړ  چې برېښنا رياست بايد د جلال اباد ښار د برېښنا د پرچاوۍ په خاطر منظم پلان جوړ کړي.

هغه زياته کړه، د جلال اباد ښاريان د ګرمۍ پرمهال د برېښنا پرچاوۍ له امله له ګڼو سونزو سره مخامخ وي؛ نو بايد برېښنا رياست يې له اوسه غم وخوري.

بلخوا د ننګرهار د برېښنا رياست مسوولين ډاډ ورکوي چې سږکال به د جلال اباد ښاريان د برېښنا له پرچاوۍ سره مخامخ نه شي؛ ځکه په يوه تازه ترانسفرمر يې کار پيل کړی دی.

د دغه رياست سرپرست انجنير محمد ناصر قريشي د معلوماتو له مخې، دا ترانسفرمر به د شل مېګاواټه برېښنا ظرفيت ولري چې سږکال به تر ډېره د جلال اباد ښاريانو د برېښنا ستونزه پرې حل شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.