کابل (پژواک، ٢٦ ورى ٩٦) : د افغانستان په اړه د مسکو غونډې ګډونوالو له وسله والو طالبانو وغوښتل چې له تاوتريخوالي څخه لاس واخلي.
د ١٢ هېوادونو د استازو په ګډون د افغانستان په اړه د روسيې په پلازمېنه مسکو کې پرون غونډه جوړه شوې وه، خو امريکا په دې غونډه کې له ګډون څخه انکار کړى و.
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت لخوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ددې غونډې ګډونوالو د طالبانو له مشرانو وغوښتل چې د افغانستان د شخړې د هواري لپاره دې له تاوتريخوالي او زور زياتي څخه لاس واخلي او د ملي پخلاينې له پروسې سره دې يو ځاى شي.
سرچينې زياته کړې،د غونډې ګډونوالو په افغانستان کې د سولې د راوستلو په موخه د کابل او د ټولنيز- سياسي حرکتونو او ګوندونو له هڅو څخه ملاتړ کوي او چمتو دي چې په دې بهير کې له افغان حکومت سره مرسته وکړي.
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وړانديز کړى چې هېواد يې تيار دى چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو کوربه توب وکړي.
په ياده غونډه کې د افغانستان ، روسيې، چين، هندوستان، پاکستان، قزاقستان، قرغيزستان، ترکمنستان، ازبکستان او تاجکستان استازو ګډون کړى وو.
د افغانستان په اړه دا درېيمه غونډه وه چې د مسکو په کوربه توب ترسره کېږي.
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وايي، له دې غونډې يې موخه داوه چې د افغان سولې لپاره سيمه ييزو هڅو کې همغږي رامنځته کړل شي.
سرچينې زياته کړې، د غونډې ګډونوالو په ازاده توګه خپل نظرونه شريک کړل او په سيمه کې د ترهګرو د خوځښتونو او فعاليتونو زياتېدلو باندې يې اندېښنه څرګنده کړه.
په خبرپاڼه کې راغلي، ګډونوالو د روسيې د هغه وړانديز هرکلى وکړ چې د افغان سولې لپاره يوه پراخ بنسټه تګلاره جوړه شي.
دغه راز ګډونوالو له نړيوالې ټولنې غوښتي چې له افغانستان سره خپلو مرستو او همکاريو ته ادامه ورکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن