ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

روسيې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو د کوربه توب وړاندېز وکړ

روسيې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو د کوربه توب وړاندېز وکړ

author avatar
15 Apr 2017 - 13:37
روسيې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو د کوربه توب وړاندېز وکړ
author avatar
15 Apr 2017 - 13:37

کابل (پژواک، ٢٦ ورى ٩٦) : د افغانستان په اړه د مسکو غونډې ګډونوالو له وسله والو طالبانو وغوښتل چې له تاوتريخوالي څخه لاس واخلي.

د ١٢ هېوادونو د استازو په ګډون د افغانستان په اړه د روسيې په پلازمېنه مسکو کې پرون غونډه جوړه شوې وه، خو امريکا په دې غونډه کې له ګډون څخه انکار کړى و.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت لخوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ددې غونډې ګډونوالو د طالبانو له مشرانو وغوښتل چې د افغانستان د شخړې د هواري لپاره دې له تاوتريخوالي او زور زياتي څخه لاس واخلي او د ملي پخلاينې له پروسې سره دې يو ځاى شي.

سرچينې زياته کړې،د  غونډې ګډونوالو په افغانستان کې د سولې د راوستلو په موخه د کابل او د ټولنيز- سياسي حرکتونو او ګوندونو له هڅو څخه ملاتړ کوي او چمتو دي چې په دې بهير کې له افغان حکومت سره مرسته وکړي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وړانديز کړى چې هېواد يې تيار دى چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو کوربه توب وکړي.

په ياده غونډه کې د افغانستان ، روسيې، چين، هندوستان، پاکستان، قزاقستان، قرغيزستان، ترکمنستان، ازبکستان او تاجکستان استازو ګډون کړى وو.

د افغانستان په اړه دا درېيمه غونډه وه چې د مسکو په کوربه توب ترسره کېږي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وايي، له دې غونډې يې موخه داوه چې د افغان سولې لپاره سيمه ييزو هڅو کې همغږي رامنځته کړل شي.

سرچينې زياته کړې، د  غونډې ګډونوالو په ازاده توګه خپل نظرونه شريک کړل او په سيمه کې د ترهګرو د خوځښتونو او فعاليتونو زياتېدلو باندې يې اندېښنه څرګنده کړه.

په خبرپاڼه کې راغلي، ګډونوالو د روسيې د هغه وړانديز هرکلى وکړ چې د افغان سولې لپاره يوه پراخ بنسټه تګلاره جوړه شي.

دغه راز ګډونوالو له نړيوالې ټولنې غوښتي چې له افغانستان سره خپلو مرستو او همکاريو ته ادامه ورکړي. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.