ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د عصبي جراحۍ لومړنى سل بستريز معياري روغتون پرانيستل شو

کابل کې د عصبي جراحۍ لومړنى سل بستريز معياري روغتون پرانيستل شو

author avatar
15 Apr 2017 - 20:39
کابل کې د عصبي جراحۍ لومړنى سل بستريز معياري روغتون پرانيستل شو
author avatar
15 Apr 2017 - 20:39

کابل (پژواک، ٢٦ ورى ٩٦): کابل ښار کې د "شيخ زايد بن سلطان آل نهيان" موسسې په مالي مرسته د عصبي او داخله جراحۍ لومړنى سل بستريز روغتون ګټې اخيستو ته وسپارل شو.

د ملي يووالي حکومت اجرائيه مشر ډاکټر عبدالله عبدالله، نن کابل کې د دې روغتون د پرانيستې مراسمو کې وويل: "موږ نن د يوه داسې روغتون د پرانيستې شاهدان يو، چې د شېخ زايد موسسې په مالي مرسته او د عامه روغتيا وزارت په همکارۍ فعالېږي."

هغه زياته کړه، کابل کې د شيخ زايد روغتون په پرانيستل کېدو سره به د ټولو هغو ناروغانو درملنه کېږي، چې جراحۍ ته اړتيا لري او له دې مخکې به له هېواده بهر لېږدول کېدل.

د ده په وينا، دا روغتون بايد هېوادوالو ته معياري خدمتونه وړاندې کړي.

د عبدالله په وينا، د درملنې لپاره له هېواده د ناروغانو بهر تګ د حکومت په وړاندې يوه لويه ستونزه ده، چې په همدې موخه هېواد کې بايد معياري روغتونونه جوړ شي او په دې کار سره بهر ته د ناروغانو له تګ مخنيوى وشي.

اجراييه مشر وويل، د روغتونونو کيفيت لوړولو لپاره بايد ملت او دولت له يو-بل سره همکاره واوسي او دولت په يواځې د روغتونونو کيفيت نه شي لوړولى.

د عامې روغتيا وزير فيروزالدين فيروز هم وويل، د شېخ زايد روغتون ١٠٠ بستره لري، چې د متحده عربي اماراتو په څلور ميليون ډالره مرسته جوړ شوى دى.

هغه زياته کړه، دغه روغتون د عصبي جراحۍ، جدي مراقبتونو، عاجل، لابراتوار، اکسرې او سيټې سکن برخو کې خدمتونه وړاندې کوي.

هغه زياته کړه، هر کال له ١٠٠زره زيات ناروغان چې په هېواد کې يې درملنه نه شي کېدى، له هېواده بهر وړل کېږي او اوسمهال کابل کې د شيخ زايد روغتون په جوړېدو سره به له هېواده بهر د ناروغانو له تګ مخنيوى کېدلى شي.

د عامې روغتيا وزير وويل، ټاکل شوې وه چې شيخ زايد روغتون د مېندو او ماشومانو د درملنې په برخه کې جوړه شي، خو په افغانستان کې د عصبي او مغزي ناروغانو درملنه يوه جدي اړتيا ده او په همدې موخه د عامې روغتيا وزارت پرېکړه کړې، څو دغه روغتون د عصبي او مغزي برخې ناروغانو ته ځانګړې کړي.

د هغه په وينا، هېواد کې د عصبي او مغزي برخو متخصص ډاکټران شته، چې له هغوى به په روغتون کې ګټه واخلي.

نوموړي يادونه وکړه، چې د ياد روغتون د جوړېدو چارې په ٢٠٠٦ زېږديز کال کې د "شېخ زايد بن سلطان آل نهيان" موسسې په مالي مرسته په دوو پړاوونو کې پيل چې په ٢٠٠٩ کال کې يې چارې بشپړې شوې او په ٢٠١٣ زېږديز کال کې بيا افغانستان ته وسپارل شو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.