ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرکټ بورډ: د شهزاد ددفاع لپاره مو مدافع وکيل نيولى

کرکټ بورډ: د شهزاد ددفاع لپاره مو مدافع وکيل نيولى

author avatar
15 Apr 2017 - 15:20
کرکټ بورډ: د شهزاد ددفاع لپاره مو مدافع وکيل نيولى
author avatar
15 Apr 2017 - 15:20

کابل (پژواک، ٢٦ ورى ٩٦) : وروسته له هغه چې د کرکټ نړيوالې شورا د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړى شهزاد محمدي پر ممنوعه درملو خوړلو تورن کړ، کرکټ بورډ وايي چې شهزاد لپاره يې ددفاع په موخه وکيل نيولى دى.

د کرکټ نړيوالې شورا دوه ورځې مخکې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړى و، چې د ممنوعه درملو د کارولو په  اړه د شهزاد لابراتواري معاينات مثبت راوتلي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د روان زېږديز کال د جنورۍ په ١٧مه، يې په متحده عربي اماراتو کې د شهزاد لابراتواري معاينات کړي وو.

د کرکټ نړيوالې شورا وايي چې د منع شويو درملو کارولو د قانون له مخې، شهزاد به د قضيې تر بشپړې تصفيې پورې په لوبو کې برخه نه شي اخيستى.

سرچينې ويلي چې له دې اعلان  څخه پنځو ورځو پورې شهزاد د بياځلې معاينې غوښتنه کولى شي، دغه راز هغه په ١٢ ورځو کې پر دې پرېکړې عريضه کولى شي او شهزاد بيا په ١٤ ورځو کې پر ده د لګېدلي تور سپيناوى کولى شي.

د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د وري په ٢٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوى د شهزاد محمدي لپاره قانوني مدافع وکيل نيولى دى.

هغه زياته کړه چې ډېر ژر به شهزاد دوبۍ ته  لاړ شي او هلته به له قانوني مدافع وکيل سره يو ځاى له خپل ځان څخه دفاع وکړي.

د نړيوالو لوبو د اصولو له مخې، هر هغه درمل چې لوبغاړي ته اضافي انرژي او قوت ورکوي ، خوړل يې منع دي.

دا لومړى ځل دی چې پر کوم افغان لوبغاړي باندې داسې يو تور لګول کيږي. شهزاد محمدي د افغانستان يوازينی لوبغاړی دی چې د ۲۰ اوورونو، يوې ورځنيو او څلور ورځنيو سياليو کې سليزې کړي دي او شهرت يې ترلاسه کړى دى.

که پر شهزاد دا تور ثابت شي شايد د څه وخت لپاره له لوبو منع کړل شي.

شهزاد لومړنی نړيوال لوبغاړی نه دی چې له دا ډول تور سره مخامخ کيږي، تر هغه مخکې يو شمېر نور نړيوال لوبغاړي هم له دا ډول تورونو سره مخامخ شوي، محکوم شوي، له لوبو منع کړل شوي او د سزا له ګاللو وروسته بېرته لوبو ته راغلي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.