ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکـتيا سوداګـرو د ستونزو  نه حل په صورت کې د کار بنديز ګواښ وکړ

د پکـتيا سوداګـرو د ستونزو نه حل په صورت کې د کار بنديز ګواښ وکړ

author avatar
16 Apr 2017 - 13:37
د پکـتيا سوداګـرو د ستونزو  نه حل په صورت کې د کار بنديز ګواښ وکړ
author avatar
16 Apr 2017 - 13:37

ګردېز(پژواک،٢٧ورى٩٦):دپکـتيا سوداګـر،صنعت کاران او عمده پلورونکي شکايت کوي چې د مسوولو او غير مسوولو کـسانو لخوا ترې ډېرې پيسې اخيستل کـيږي او له دې امله له ګـڼو ستونزو سره مخ دي.

دوی د وري په٢٧ مه د پکـتيا په سوداګـرۍ او صنايعو خونه کې په يوه خبري غونډه کې  خپلې ستونزې يادې کـړې او ويې ويل که ستونزې يې حل نه شي، نو کاربنديز به اعلان کـړي او د احتجاج په ډول به ګـردېز ښار  وتړي.

د پکـتيا د سوداګـرۍ او صنايعو خونې مشر عبدالنصير عالميار وايي چې وسله وال طالبان سوداګـرو ته د لوګـر او غـزني ولايت په اړوندو سيمو کې پارچې ورکـوي او له هـر سوداګـريز موټر څخه شاوخوا پنځه زره افغانۍ اخلي.

عالميار د ګـردېز ښار په څلورو دروازو کې هم له سوداګـرو سره له ناسم چلنده شکايت کـوي او وايي چې تېره ورځ هم ښار ته په يوه داخلېدونکې دروازه کې يو سوداګـر  سخت وهل شوی دی.

د يادې خونې مشر وايي:((د لوګـر په تنګي او د غزني په رامک او تاسنګ سيمو کې طالبان موټرو ته رسمي پارچې ورکـوي او له هر موټر څخه له څلورو تر پنځه زره افغانۍ اخلي، که څوک يې پارچه وانخلي، نو موټر يې سوځوي يا مالونو ته خطر او زيان رسوي.))

د سوداګـرو  يو اساسي شکايت دا هم دی چې په هغه اندازه خدمتونه ورته نه وړاندې کيږي، څومره چې محصول او پيسې ترې اخيستل کـيږي.

دوی دا هم وايي چې ښاروالي باید خپل عوايد په خپله ټول کـړي، خو په خبره يې چې اوسمهال د ښاروالۍ عوايد په قـرارداد ورکـړل شوي او د قـراردادي لخوا ټوليږي.

د پکـتيا د صنعت کارانو مشر اسماعيل دلدار هم شکايت کوي چې په لويو لارو کې د وسله والو لخوا د پيسو اخيستلو او زياتو ټکـسونو له امله له ستونزو سره مخ دي.

هغه زياته کړه: ((دولتي چارواکي زموږ ستونزو ته معقول ځواب نه لري، هم دولت ته ټکس ورکوو او هم طالبانو ته او د دې کار زور له بېچاره خلکو وځي.))

ملي سوداګـر حاجي عبدالرحيم هم روان حالت د نه منلو وړ بولي او وايي له سوداګـرو څخه په اخيستل کـېدونکو پيسو دې لږ تر لږه سوداګـرو ته لومړنۍ اسانتياوې برابرې شي.

دی وايي:((که اسانتياوې نه راته برابروي، ستونزې دې هم نه راته زياتوي؛ موږ يو ځای پيسې ورکوو، دوه يا درې ځايه پيسې نه شو ورکـولی؛ له دولت څخه مو غوښتنه ده چې زموږ د کار او امنيت لپاره جدي ګامونه واخلي او د غير قانوني پيسو اخيستلو مخه دې ونيسي.))

خو د ګـردېز ښاروال عصمت الله خالد بيا په دې اړه وايي چې د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې له لايحې سره سم ښاروالي کـولی شي خپل عوايد خپله ټول کـړي او يا يې په قـرارداد ورکـړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.