ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امريکا: پاکستان دې په نیابتي جګړه کې ځان نه ښکېلوي

امريکا: پاکستان دې په نیابتي جګړه کې ځان نه ښکېلوي

author avatar
17 Apr 2017 - 11:57
امريکا: پاکستان دې په نیابتي جګړه کې ځان نه ښکېلوي
author avatar
17 Apr 2017 - 11:57

کابل (پژواک، ٢٨ ورى ٩٦): د امريکا د ملي امنيت سلاکار پر پاکستان نيوکه وکړه چې د ښو او بدو طالبانو تر منځ يې توپير کاوه او په ډاګه يې کړه چې له توپير پرته د ټولو طالبانو پر ضد اقدامات کول، په خپله د پاکستان په ګټه دي.

د امريکا د ملي امنيت سلاکار دغه څرګندونې له طلوع تلويزيون سره په يوه ځانګړې مرکه کې کړې دي.

هغه زياته کړې چې د وسله والو طالبانو د ټولو ډلو پر ضد بايد اغېزمن او جدي اقدامات وشي.

مک ماسټر وايي: ((دا په خپله د پاکستان په ګټه ده چې د ټولو وسله والو او ترهګرو ډلو پر ضد بې توپيره اقدامات وکړي.))

د نوموړي په وينا، پاکستان پخوا د ښو او بدو طالبانو توپير کاوه، د يو پر ضد يې اقدامات کول او د بل پر ضد يې نه کول، چې دا ښه کار نه و.

د امريکا د ملي امنيت سلاکار ويلي، پاکستان بايد د خپلو ملي ګټو لپاره په افغانستان او نورو سيمو کې په نيابتي جګړو کې د ښکېلتيا پرځاى  د ستونزو د هواري لپاره ډيپلوماتيکې هلې ځلې وکړي.

مېک ماسټر زياته کړې: ((موږ له ډېرې مودې راهيسې له پاکستانه همدا هيله لرو.))

د امريکا د ملي امنيت سلاکار د افغانستان پر څلور کلن امنيتي پلان د خبرو اترو لپاره کابل ته راغلى دى.

هغه پرون له ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله سره ځانګړې ليدنې کړې دي.

دغه راز مېک ماسټر د افغانستان د ملي امنيت د سلاکار حنيف اتمر په مشرۍ له افغان امنيتي ټېم سره ه تفصيلي خبرې هم کړې دي.

د  ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې  د تر ټولو غټ بم غورځولو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې هغه ويلي چې نور د داعش پر ضد کرار نه کښيني.

نوموړي زياته کړې: ((د امريکا تر څنګ پياوړي افغان ځواکونه د خپل هېواد د امنيت او ثبات لپاره په مېړانه جګړه کوي.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.