ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک: وسله وال طالبان فراه کې له بزګرانو پيسې اخلي

خلک: وسله وال طالبان فراه کې له بزګرانو پيسې اخلي

author avatar
18 Apr 2017 - 20:55
خلک: وسله وال طالبان فراه کې له بزګرانو پيسې اخلي
author avatar
18 Apr 2017 - 20:55

فراه (پژواک، ٢٩ ورى ٩٦): د فراه اوسېدونکي وايي، وسله والو طالبانو د دغه ولايت په مرکز کې هم د دويم کال لپاره "د کرنيزو ځمکو کلني ماليات" راټولول پيل کړي او خلک د دغو پيسو ورکړې ته اړ باسي، خو وسله وال طالبان بيا دا خبره ردوي.

د ګنهکان په کلي کې د اويا جريبه ځمکې څښتن محراب الدين، چې ځمکه يې د ولايت مرکز اړونده سيمه کې پرته ده؛ پژواک خبري اژانس ته وويل، تېر کال يې طالبانو ته ٧٠٠٠ افغانۍ د خپلې ځمکې د ماليې په توګه ورکړې دي.

نوموړي له پژواک سره د خپلو په ترڅ کې زياته کړه: "څو ورځې وړاندې بيا هم طالبانو د ټيليفون له لارې د کلي له مشرانو د ځمکو د ماليې ورکړې غوښتنه کړې او د ګنهکان په کلي کې له تېرو درېيو ورځو راهيسې د ماليې ورکړې لړۍ روانه ده."

هغه وويل، طالبان هر کال د لس جريبه ځمکې په بدل کې زر افغانۍ د ماليې په ډول راټولوي او خلک هم د دوى له ډاره د پيسو ورکړې ته اړ کېږي.

د هغه په وينا، که څه هم د فراه ښار شاوخوا کلي د دولت کنټرول لاندې دي، خو بيا هم طالبان د ښار په اړوندو سيمو کې تګ راتګ کوي او د پيسو نه ورکړې پر مهال د کليو اوسېدونکو ته ګواښ کولى شي.

نوموړي وويل، د طالبانو له لوري د پيسو راټولولو لړۍ د فراه په ولسواليو کې هم روانه ده، چې طالبانو تېر کال هم دغه پيسې راټولې کړې دي.

دغه راز د ياد ولايت د مرکز د نوبهار کلي يوه اوسېدونکي چې له نوم اخيستو يې ډډه کوله، وويل چې د دغه کلي اوسېدونکو تېر کال وسله والو طالبانو ته د ځمکې د ماليې په توګه ٢٥٠ زره افغانۍ ورکړې او له څو ورځو راهيسې يوځل بيا د وسله والو طالبانو له لوري د پيسو راټولول پيل شوي دي.

هغه زياته کړه، طالبانو ياد کلي ته د بزګرانو نوملړ رالېږلى او د پشترود ولسوالۍ کلي اوسېدونکي، د دغه نوملړ له مخې، له خلکو پيسې ټولوي.

د فراه پشترود ولسوالۍ چې ډېرى سيمې يې د طالبانو تر ولکې لاندې دي، له يادو کليو سره په سرحد کې پرته ده.

د نوبهار کلي ياد اوسېدونکي وويل، بزګران د طالبان له وېرې د خپلو ټاکل شوو اندازه ځمکو پيسې هغوى ته ورکوي.

د فراه مرکز د اسحاقزو کلي اوسېدونکي جاوېد هم وويل، طالبانو تېر کال د دې کلي بزګران دې ته اړ کړل چې بايد د ٦٠ جريبه ځمکې په بدل کې ٦٠٠٠ افغانۍ دوى ته ورکړي او سږ کال يې بيا د دا ډول پيسو د ټولولو لړۍ پيل کړې ده.

نوموړي، طالبانو ته د دغو پيسو نه ورکړه، له ځان سره لوبه وبلله او ويې ويل، خلک له مجبورۍ هم دا پيسې ورکوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.