ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اچين له وروستي بمبار مخکې بېځایه شوې کورنۍ له ستونزو سره مخ دي

د اچين له وروستي بمبار مخکې بېځایه شوې کورنۍ له ستونزو سره مخ دي

author avatar
18 Apr 2017 - 16:08
د اچين له وروستي بمبار مخکې بېځایه شوې کورنۍ له ستونزو سره مخ دي
author avatar
18 Apr 2017 - 16:08

جلال اباد (پژواک، ۲۹ وری ٩۶): د ننګرهار د اچين ولسوالۍ له وروستۍ جګړې را کډه شوې کورنۍ وايي چې د حکومت په لارښوونه له خپلو مېنو کډه شوې دي خو تر اوسه ورسره هېڅ مرسته نه ده شوې.

دغه کورنۍ وايي، د اچين د مامند درې په اسدخېلو کې د وروستيو عملياتو له پيل وړاندې ورته د الوتکو له لارې د کورونو پرېښودو خبر ورکړل شوی و او دوی تش لاس له خپلو مېنو را بهر شوي دي.

يادې کورنۍ اوس له جلال اباد ښار سره نږدې د غازي امان الله خان ښارګوټي په نيمه کاره ودانيو، څه يې له خپل خپلوانو سره په نورو ځايونو او ځينو يې په دښتو کې اړولي او له ستونزو ډک ژوند تېروي.

دوی وايي، ګرمي او ماشي يې بېله ستونزه ده؛ خو د کار  او  خوراکي توکو له نشتوالي سره مخ دي او نيوکه کوي چې تر اوسه ورسره ولايتي ادارې او کډوالو چارو رياست هېڅ مرسته نه ده کړې.

صبرۍ ګل چې سپين ږيری خاوند يې له ګټې وټې وتلی او زامن يې هم کوچنيان دي، وايي د کور ټول سامانونه يې همالته په اسدخېلو کې پاتې دي او دوی يوازې د بريدونو له وېرې خپل سر خوندي کړی دی.

هغه پژواک اژانس ته وويل: ((کور خو مو له پخوا ټول ړنګ شوی و، له کوزه نه به ګولۍ را ورېدلې او کوټې به مو ورانېدې، خو بيا هم يو دوه کوټې جوړې وې، په هغو کې به اوسېدلو، اوس ترې نه يو خبر، چې په هغه لوی بم کې به راغوځېدلې وي، که به جوړې وي.))

دغه مېرمن وايي، اوس يې ژوند ډېر سخت دی او حتی وړو او نورو خوراکي توکو ته هم محتاج دي او دولت ورسره تر اوسه هېڅ مرسته نه ده کړې.

صبرۍ ګل غوښتنه کوي: ((له حکومت نه مو دغه غوښتنه ده چې له موږ سره مرسته وکاندي، هېڅ شی نه لرو، د دوړې مجبوره يو وروره، مجبوري توره وي که سپينه، زما بچو ته ګوره څوک پښې لوڅي او څوک په شا توري دي.))

د اسدخېلو يو بل سپين ږيری اوسېدونکی ضياء الدين چې په غازي امان الله خان ښارګوټي کې د يو هوټل په کنډر خونه کې اوسېږي، وايي هلته يې مال حال څه د داعش وسله والې ډلې او پاتې يې د حکومتي ځواکونو په وروستيو هوايي او توپچي بريدونو کې له منځه تللي دي.

دی وايي: ((دا کوټه مو په سوال د هوټل واله غوښتې او خښتې مو په کې ايښي دي او دا سوري مو پې بند کړي دي. کله چې موږ ته د هوا نه جازونو پرچې واچولې، چې اوځئ نو موږ همداسې راووتلو، دغه لويه بلا چې راغورځولې؛ نو هر څه نه يې خلاص کړو.))

هغه له حکومته وغوښتل چې د دوی مېنې دې بېرته ورغوي، هلته دې دوی ته د ورتګ زمينه برابره کړي او هم دې ورسره اوس په عاجل ډول د خوراکي توکو مرستې وکړي.

د همدغې سيمې يو بل بې ځايه شوی اسدالله که څه هم د خپلو ورانو کورونو او وران کلي کيسه کوي؛ خو وايي، د داعش له ظلمونو خلاصېده ورته تر هر څه غوره دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.