غزني ښار (پژواک، ٢٩ ورى ٩٦): په غزني ښار کې د ٢٧ ميليونه افغانيو په لګښت د معلولينو روغتون تر جوړېدو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د وري په ٢٩مه د دغه روغتون د پرانيستې په مراسمو کې په غزني کې د سويډن کمېټې مشر عبدالکريم طيب وويل چې دغه روغتون د يو کال په موده کې د سويډن کمېټې په مرسته رغول شوى دى.
د هغه په وينا، په دغه روغتون ٢٧ ميليونه افغانۍ لګول شوي چې د غزني تر څنګ به د ميدان وردګو، باميان، پکتيا، پکتيکا، لوګر او زابل ولايتونو د معلولينو درملنه هم په کې کېږي.
هغه زياته کړه: ((په دې روغتون کې به د معلولينو لپاره د بدن مصنوعي غړي جوړېږي او هم به ورته لګول کيږي.))
طيب وايي چې تر دې وړاندې دغه روغتون خپله ودانې نه درلوده او په يوه کرايي کور کې يې چارې پر مخ تللې.
دغه راز په ختيځ زون کې د سويډن کمېټې مشر احمد خالد فهيم پژواک ته وويل چې دغه روغتون د زون په کچه يوه لويه لاسته راوړنه ده.
ده وويل چې دغه روغتون پر ټولو امکاناتو سمبال دى او د معلولينو درملنه به په ښه توګه پکې ترسره شي.
ده زياته کړه: (( په غزني کې هم ډير خلک د جګړو او ماينونو قربانيان شوي دي خپل د بدن غړي له لاسه ورکړي، که څه هم هرڅه بيرته د پخوا په شان نه کيږي خو تر يوه حده مرسته بايد ورسره شي.))
دغه راز د غزني ښار اوسيدونکي نعيم الله د ياد روغتون پر جوړيدو خوښي څرګنده کړه او و يې ويل چې تر دې وړاندې هم د سويډن کمېټې په غزني کې له معلولينو سره ډيرې مرستې کړي دي.
د غزني د اندړو ولسوالۍ د پوليسو يو پخواني سرتېري محمد اشرف پژواک ته وويل: ((په ګزمه بوخت وم چې ماين را باندې چاودنه وکړه، پښه مې پرې شوه بيا د سويډن کمېټې راته مصنوعې پښه جوړه کړه او اوس کولاى شم چې په اسانې سره قدم و وهم.))
د غزني د حکومتي چارواکو د معلوماتو له مخې، په تېرو لسو کلونو کې د روانو جګړو له امله د دې ولايت زرګونو کسانو خپل د بدن غړي له لاسه ورکړي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن