ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار په څلورو ولسواليو کې د شري ناروغۍ پېښې زياتې شوې

د ننګرهار په څلورو ولسواليو کې د شري ناروغۍ پېښې زياتې شوې

author avatar
19 Apr 2017 - 17:56
د ننګرهار په څلورو ولسواليو کې د شري ناروغۍ پېښې زياتې شوې
author avatar
19 Apr 2017 - 17:56

جلال اباد (پژواک، ۳۰ وری ٩۶): د ننګرهار د عامې روغتيا رياست چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د شري ناروغۍ ګډه شوې او په څلورو ولسواليو کې يې واقعات ډېر ليدل شوي دي.

د دغه رياست مسوولين په ورته وخت کې په لعلپورې، چپرهار، کامې او بهسودو ولسواليو کې د يادې ناروغۍ د مخنیوي لپاره د شري ضد واکسین تطبیق کمپاین د پيل خبر هم ورکوي.

خلک بیا په کور کلي کې په شرې ناروغۍ د اخته ماشومانو شمېر ډېروالي اندېښمن کړي او له چارواکو د جدي اقداماتو غوښتنه کوي.

په شري یا سرخکان ناروغۍ ډېر کله ماشومان اخته کېږي چې له سینه بغل سره تبه هم لري او د نه درملنې له کبله یې ماشومان خپل ژوند له لاسه هم ورکوي.

د ننګرهار کې د واکسین پروګرام مسوول ډاکټر جان محمد پژواک اژانس ته وویل چې د شري ناروغۍ مخنیوي په هدف د پیل شوي کمپاین  په ترڅ کې  اوس د ناروغانو  په شمېر کې کموالی راغلی دی.

دى وايي: ((دې ته اوټ بریک وايي، کله چې له  پنځو ماشومانو څخه زیات په یوه کلي کې په شري ناروغۍ اخته شي؛ نو دا موږ ته اوټ بریک راکوي، دا چې په دې څلورو ولسوالیو کې د شري ناروغۍ پېښې ډېرې شوې وې، مخنیوي لپاره یې کمپاین پیل شو.))

هغه معلومات چې د ننګرهار د عامې روغتيا رياست له لورې پژواک اژانس ته را استول شوي، په ۱۳۹۵يم کال کې پر دغې ناروغۍ ۲۴۷۲ کسان اخته شوي، چې ډير يې کوچنيان دي.

په دغو شمېرو کې د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار په ګډون د ۲۲ ولسواليو شمېرې شته، چې ډېرې هغه يې په لعلپورې، چپرهار، کامې او بهسودو ولسواليو کې دي.

ولسي خلک لیري پرتو سیمو کې په شري ناروغۍ د اخته ماشومانو شمیر ډیروالي اندیښمن کړي دي او له حکومت څخه د لا ډیرو هلو ځلو غوښتنه کوي.

دوی وايي په یوه کور کې د دوه او دریو ماشومانو اخته کیدو د کليو او ولسوالیو په کچه په شري ناروغۍ د اخته ماشومانو شمیر زیات کړی.

د لعلپورې ولسوالۍ يو قومي مشر حاجي سلطان پژواک اژانس ته وویل، چې کره معلومات نه لري؛ خو شمېر يې ځکه ډير برېښي، چې د ده په کور کې هم څلور ماشومان او يوه ښځه په دغه ناروغۍ اخته دي.

ډاکټران وايي شری یوه ویروسي ساري او د نه درملنې پر وخت وژونکي ناروغي ده، چې پرې د ماشومانو د اخته کیدا چانس ډیر او د غټانو کم لیدل کیږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.