ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات والي خبريالانو ته په خبري ناسته کې د ګډون اجازه نه ده ورکړې

د هرات والي خبريالانو ته په خبري ناسته کې د ګډون اجازه نه ده ورکړې

author avatar
19 Apr 2017 - 20:56
د هرات والي خبريالانو ته په خبري ناسته کې د ګډون اجازه نه ده ورکړې
author avatar
19 Apr 2017 - 20:56

هرات (پژواک، ٣٠ ورى ٩٦): د هرات يو شمېر خبريالانو، اطلاعاتو ته د لاسرسي کچې د محدودېدو او دوى ته د بې احترامۍ له امله د شکايت ترڅنګ، وايي چې د دې ولايت د والي په امر د هريرود-مرغاب له سيندي حوزې ناستې ايستل شوي دي.

خبريالانو په داسې حال کې شکايت کړى، چې نن يو شمېر خبريالانو ته د هريرود-مرغاب سيندي حوزې ادارې ناستې کې د ګډون لپاره بلنه ورکړل شوې ده.

د هرات يوې خبريالې عارفې صبوري پژواک خبري اژانس ته وويل: "لومړى د دوو چارواکو ترمنځ ستونزه وه، خبريالانو ته بايد سپکاوى نه وى شوى، والي په ډېرې سختې لهجې سره د خبريالانو د اېستلو امر وکړ، چې دا کار اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تر پښو لاندې کولو په معنا دى."

نوموړې، خبريالانو ته د سپکو سپورو ويلو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او زياته يې کړه، خبريالانو ته سپکاوى بايد په يوه فرهنګ بدل نه شي.

هرات کې يوه بل خبريال نصرالله احمدي وويل، که چېرې دوه چارواکو له يوه بل سره همغږي نه لرلى، بايد خبريالانو ته يې بلنه نه وى ورکړې او نه بايد دوى ته سپکاوى شوى وى.

هغه زياته کړه، ټول خبريالان د والي د ساتونکو له لوري په ډېر ناوړه حالت بهر وايستل شول.

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق قانون له مخې، سيمه ييزې ادارې او چارواکي مکلف دي، چې اړونده اطلاعات له خبريالانو سره شريک کړي او بلخوا د ياد قانون پر بنسټ، خبريالان بايد له بلنې پرته هم په بېلابېلو ناستو او پروګرامونو کې ګډون وکړي.

خو نن سربېره پر دې چې خبريالان د هريرود-مرغاب سيندي حوزې ادارې د يادې ادارې د دويمې ناستې د پوښښ راوستو په موخه د اوبو عادلانه وېش په موخه رابلل شوي وو، خو د هرات والي د پروګرام په پيل کې په دغو خبرو اترو کې د خبريالانو د ګډون مخنيوى وکړ.

د هرات د والي دغه کار د خبريالانو له سخت غبرګون سره مخ شوى دى.

ورته مهال هرات کې له خبريالانو د ملاتړ بنسټونه هم د ياد ولايت د والي پر دغه کار نيوکه کړې او اطلاعاتو ته د لاسرسي حق قانون سره يې په ټکر کې بللى دى.

هرات کې د افغانستان د خبريالانو خونديتوب کمېټې مسوول همايون نظري، د خبريالانو پر وړاندې د هرات د والي چلند، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق قانون خلاف بللى او پژواک ته يې وويل: "د هرات د والي دغه کار د بيان ازادۍ ته زيان اړولى دى."

هغه زياته کړه، د هرات والي بايد له خبريالانو بښنه وغواړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.