ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د “کمال خان”بند د جوړولو درېيم پړاو کار پيلېږي

د “کمال خان”بند د جوړولو درېيم پړاو کار پيلېږي

author avatar
19 Apr 2017 - 14:42
د “کمال خان”بند د جوړولو درېيم پړاو کار پيلېږي
author avatar
19 Apr 2017 - 14:42

زرنج (پژواک، ٣٠ ورى ٩٦): د نيمروز ولايتي ځايي چارواکي وايي چې د کمال خان بند د لومړي او دويم پړاو کار له بشپړولو وروسته يې د بند درېيم پړاو کار هم پيلېږي.

کمال خان بند د نيمروز ولايت د مرکز زرنج ښار د سوېل په ٧٥ کيلومترۍ کې د چهار برجک ولسوالۍ شمالي خوا ته د هلمند پر سيند جوړ شوى دى.

دغه بند درې فازه (برخې) لري چې د رغونې ټوليز لګښت يې څه باندې سل ميليونه ډالر اټکل شوى دى.

لومړۍ برخه يې يو خاکي دېوال دى چې ٣٤٠٠ متره اوږدوالى لري او په مايله بڼه له زېربنا ١١ متره او پورتنۍ برخه يې پنځه متره پلنوالى لري. د بند دا برخه د هلمند سيند ختيځې برخې ته پرته ده چې کار يې د شاوخوا لس ميليونه ډالرو په لګښت د يوه تاجکي شرکت له لوري پيل او د ١٣٩٣ لمريز کال په نيمايي کې بشپړ شو.

وروسته د پروژې د دويمې برخې کار هم د ٤٧٠٠ متره په اوږدوالي، د ١٣ متره لوړوالي او شپږ متره په پلنوالي سره د هلمند سيند لوېديځې خوا ته د شاوخوا ١٥ ميليونه ډالرو په لګښت پيل شو. د يادې مرحلې کار هم پاى ته رسېدلى دى.

د نيمروز والي محمد سمېع وويل، ټاکل شوې چې ډېر ژر به د کمال خان بند د رغونې درېيم پړاو د لوړپوړو حکومتي چارواکو له لوري پرانېستل شي، د بند دا برخه د ٢٠٠ مترو په اوږدو والي سره په پاخه ډول د سيند په منځ کې جوړېږي او د برېښنا د توليد دستګاه به ولګول شي.

هغه زياته کړه چې له کمال خان بند نه په ګټې اخيستنې سره به شاوخوا ١٢٠زره هکتاره کرنيزه ځمکه خړوبه او اته نيم ميګاواټه برېښنا به توليد کړي.د نيمروز د چهار برجک ولسوال محمد نبي وويل چې د نيمروز ولايت ابادي د کمال خان بند له رغونې سره تړلې ده او په ګټه اخيستنې سره به يې د ولايت د زرګونه بې وزله اوسېدونکو لپاره د کار زمينه مساعده شي، زرګونه جريبه ځمکه به خړوبه شي او پر دې سربېره به د ولايت د برېښنا ستونزه هم حل شي.

د چار برجک ولسوالۍ اوسېدونکي محمد نظر وويل چې د دغه بند جوول د محمد داوود خان د حکومت د پنځه کلن پلان برخه وه چې په ١٣٥٢ کال کې پيل شو، خو د داوودخان د حکومت له ړنګېدو وروسته يې کار په ١٣٥٧ کال کې بند شو او د وروستيو پېښو په ترڅ کې يې وسايل او زېرمه شوي مواد ولوټل شول.

د کمال خان بند سيمې يوه اوسېدونکې خان محمد پژواک ته وويل: ((کله چې د داوود خان په وخت کې دا پروژه پيل شوه، زه د پروژې د ودانيزو توکو او کاري وسايلو تحلويدار وم.))

هغه زياته کړه چې بند ته نږدې ورکشاپونه او ګودامونه رغول شوي وو چې د ميليونونو ډالرو په ارزښت ساختماني توکي او وسايل په کې زېرمه وو، پروژه ښۀ روانه وه او د نيمروز خلک چې د اوبو او برېښنا تږي دي، د بند پر جوړېدو خوشحاله وو، خو د خلقيانو له کودتا وروسته د بند کار هم بند شو.

د پروژې پخواني تحويلدار زياته کړه چې د نور محمد تره کي په وخت کې بند ته نږدې د کارګرو لپاره څو بلاکونه جوړ شول، خو په بند کار ونه شو او د ساختماني توکو يوه برخه زرنج ته ولېږدول شوه، پاتې وسايل او توکي چور او ولوټل شول.

د نيمروز يوه قومي مخور حاجي شاه ولي هم وويل چې د داوود خان د حکومت پر مهال په کمال خان بند کې ٧٠٠ بېلابېل کاري وسايط او دوه ميليونه کڅوړې سمنټ ځاى پر ځاى شوي وو چې له بده مرغه د ډاکتر نجيب الله د حکومت له سقوط وروسته ټول ولوټل شول.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.