ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هنري برخه کې د هراتي مېرمنو ونډه ډېره شوې

په هنري برخه کې د هراتي مېرمنو ونډه ډېره شوې

author avatar
19 Apr 2017 - 14:17
په هنري برخه کې د هراتي مېرمنو ونډه ډېره شوې
author avatar
19 Apr 2017 - 14:17

هرات ښار (پژواک، ٣٠ ورى ٩٦): په هرات ولايت کې د ليکوالۍ، تياتر او فلمونو په برخو کې د زمينې له مساعدېدو سره  د تېرو کلونو په پرتله د تمثيل په برخه کې د ښځو شمېر لوړ شوی دی.

د چارواکو له خبره، اوس مهال څه باندې ٣٠ کسان په هرات کې د تياتر او سينما په برخه کې فعاليت کوي.

د هرات د تياتر عمومي مدير فريدون فکوري په تياتر او سينما د ښځو فعاليت په وروستيو دوو کلونو کې يوه لویه لاسته راوړنه بولي.

هغه زياته کړه: ((د سينما په برخه کې د هراتي ښځو فعال ګډون څرګندوي چې موږ ښه توليدات لرل، د زرګي ژبې سريلا، فېسبوک ډاټ کام او نورو فلمونه د ښځو وړتياوې څرګندوي.))

نوموړي د سينما و قرباني تياتر په برخه کې د ښځو شتون د راتلونکي نسل لپاره ښه زمينه سازي بولي، خو په وينا يې حکومت بايد د سينما او هنرمندانو جدي ملاتړ وکړي.

د هرات يو شمېر سينمايي لوبغاړي هم وايي چې د ګڼو ستونزو سربېره هڅه کوي چې د نارينه وو په څېر په سينما او تياتر کې کار وکړي.

دوى په ټولنه کې ناسم باورنه، له لوبغاړو د حکومت نه ملاتړ او د سينمايي کارونو لپاره د مډرنو امکاناتو نشتوالى د هرات سينما پر وړاندې عمده خنډونه بولي.

په هرات کې د سينما لوبغاړې انيتا سرشار پژواک ته وويل چې د ماشومتوب نه يې درې هيلې درلودې چې له دې ډلې يې يوه هم په سينما کې لوبدل و، دا دی اوس خپلې هيلې ته رسېدلې ده.

نوموړې له حکومته وغوښتل چې د هرات سينماګرانو او د تياتر لوبغاړو ته جدي پاملرنه وکړي.

په هرات کې د سينما يوې بلې هنرمندې راحلې رضايي له نهو کلونو راهيسې په دې برخه کې کار کړى او وايي: ((که نارينه اجازه ورکړي، نو ښځې کولى شي چې ډېر فعاليت تر سره کړي.))

نوموړي زياته کړه چې د پخوا په پرتله د ممثلو ښځو په پرتله د خلکو ليدلوري بدلون موندلى او اکثره يې دوى هڅوي.

 رضايي په هېواد کې د ښځو د فعاليت پر وړاندې پرتو ستونزو ته په پام سره خوښي څرګنده کړه چې د هرات په رسنيو کې د سريالونو، فلمونو او طنزي پروګرامونو په برخو کې د ښځينه لوبغاړو شمېر لوړ شوی دی.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.