ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سمسور لغمان پسرلنۍ مشاعره ترسره شوه

د سمسور لغمان پسرلنۍ مشاعره ترسره شوه

author avatar
20 Apr 2017 - 11:23
د سمسور لغمان پسرلنۍ مشاعره ترسره شوه
author avatar
20 Apr 2017 - 11:23

مهترلام (پژواک، ٣١ ورى ٩٦): د ختيځو او نورو ولايتونو د ګڼو شاعرانو، اديبانو، چارواکو او مينه والو په ګډون د سمسور لغمان پسرلنۍ مشاعره ترسره شوه.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د وري په ٣١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا مشاعره د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له خوا د دغه ولايت د فرهنګيانو په همکارۍ جوړه شوې وه.

هغه زياته کړه چې په دې مشاعره کې د ختيځو ولايتونو تر څنګ له کابل او ځينو نورو ولايتونو څخه هم شاعرانو او مينه والو برخه اخيستې وه.

د نوموړي په وينا، دغه راز په دې مشاعره د لغمان والي عبدالجبار نعيمي، د ولسمشر سلاکار لعل پاچا ازمون، د ننګرهار پوهنتون رييس، فرهنګي شخصيتونو، ځايي چارواکو او ګڼ شمېر شاعرانو برخه اخيستې وه.

د سمسور لغمان دودیزې پسرلنۍ مشاعرې په دغه ادبي ماښام کې ګڼو شاعرانو په زړه پورې شعرونو وړاندې کړل او د شعر په ښکلې ژبه يې ولس ته د ملي یووالي، وطن دوستۍ، علم او ملي ګټو د ساتنې پیغامونه ورکړل چې د برخوالو له خوا له تاوده هرکلي سره مخ شول.

د لغمان والي عبدالجبار نعيمي د مشاعرې برخوالو ته  د ښه راغلاست تر څنګ له شاعرانو هيله وکړه چې د قلم او شعر په ژبه دې خپل غږ اوچت وساتي او د خپل هېواد د ابادۍ، امن، سولې او ثبات لپاره دې ولس ته څرګند پيغام ورکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.