ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کمال خان بند د درېيمې برخې کار پيل شو

د کمال خان بند د درېيمې برخې کار پيل شو

author avatar
20 Apr 2017 - 11:10
د کمال خان بند د درېيمې برخې کار پيل شو
author avatar
20 Apr 2017 - 11:10

زرنج (پژواک، ٣١ ورى ٩٦): ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار نيمروز ولايت ته ولاړ او د کمال خان بند د رغونې د درېيم پړاو کار يې پرانيست.

د کمال خان بند په لومړي پړاو کې د بند د کاسې د خاورين دېوال يوه برخه چې د سيند يوې برخې ته ٣٤٠٠ متره اوږدوالى، ٣٢ متره پلنوالى او له ٦ نه تر ١١ مترو پورې لوړوالى لري جوړ شوى او په دويم پړاو کې يې د افضل خان کلا بند او د دېوال جوړول شامل وو چې تړون يې د ١٣٩١ لمريز کال په کب مياشت کې وشو او پر امنيتي ګواښونو سربېره هم دا پړاو د ١٣٩٤ لمريز کال د غويي په اتمه نېټه بشپړ شو.

د بند په دويم پړاو کار کې د کمال خان اصلي بند جوړول شامل دي چې لوړوالى يې ١٦.٥ متره او اوږدوالى يې ١.٦ کيلومتره کېږي. د کمال خان بند پرچاوه ٤٥٠ متره او لوړوالى يې ٤ متره دى چې له کانکرېټ جوړېږي، هغه يوه اندازه اوبه چې ترې تېرېږي، په ثانيه کې ١٥٠ متره مکعبه کېږي.

د دغه بند په بشپړېدو سره به خطرناک سېلابونه مهار شي او تر څنګ به يې څه باندې ١٧٤٤٠٠ هکتاره نوې ځمکه او هغه ځمکې چې د اوبو له کمښت سره مخ دي، خړوبې شي. دغه بند به ٩ ميګاواټه برېښنا توليد کړي او څه باندې ٦٠٠٠٠ کورنۍ به ترې ګټه واخلي.

د نيمروز د والي وياند احمد عرب پژواک خبري اژانس ته وويل چې ولسمشر محمد اشرف غني او ورسره پلاوى څو شېبې وړاندې زرنج ښار ته ور رسېدلي دي.

هغه زياته کړه چې ولسمشر غني او ملګري پلاوي يې د کمال خان بند د درېيمې برخې کار په رسمي ډول پرانيست.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.