ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل کې د بېلابېلو جرمونو په تور لسګونه کسان نيول شوي

په کابل کې د بېلابېلو جرمونو په تور لسګونه کسان نيول شوي

author avatar
20 Apr 2017 - 19:53
په کابل کې د بېلابېلو جرمونو په تور لسګونه کسان نيول شوي
author avatar
20 Apr 2017 - 19:53

کابل (پژواک،٣١ورى ٩٦): د کابل امنيه قوماندان وايي، په تېرو دوو اونيو کې د بېلابېلو جرمونو په تور ١٩٢ کسان د پوليسو له لوري نيول شوي دي.

مل پاسوال حسن شاه فروغ نن د خبري ناستې په ترڅ کې د پلازمېنې امنيت ښه والي لپاره د پوليسو له جدي هڅو خبر ورکړ.

نوموړي وويل، دې برخه کې په تېرو دوو اونيو کې ١٩٢کسان د ١٢٤ بېلابېلو پېښو په تړاو نيول شوي دي.

ده زياته کړه، په ياده موده کې ١٤کسان د وژنې په تور، ٢٣ د ټپي کولو، ٧ کسان د موټرو د غلا، ١١کسان د کورونو غلاپه تور،٤٧ د غيراخلاقي کړنو ترسره کولو، ١٨کسان د پيسو او طلا غلا او دوه نور د موټرو نمبرپلېټونو د غلا په تور نيول شوي دي.

همداراز د امنيه قوماندان په وينا، ٢٣کسان د نشه يي توکو قاچاق، پنځه کسان د جعلکارۍ په تور، درې کسان د درغلۍ او فساد، څلور کسان د ناقانونه وسلو لېږد په تور، ٢٠کسان د لارو شوکمارۍ او شپږ کسان د موبايل ټېليفون د غلا په تور نيول شوي دي.

فروغ يادونه وکړه چې د وسله والو غلاوو په تور کسانوکې يوه څلورکسيزه ډله هم شامله ده چې دوه تومانچې، يوه مخابره او پوځي يونيفورم ترې ترلاسه شوي دي.

هغه زياته کړه، پوليسو په ياده موده کې ١٠ کيلوګرامه نشه يي توکي چې هيرويين، ترياک، کريسټال او چرس په کې شامل دي، کشف او ترلاسه کړي او درې کسان له ١٠ميله غيرقانوني مزاييل راکټونو او ٢٣ بي ام يو راکټونو لېږد په تور د کابل په خاکجبارولسوالۍ کې نيولي دي.

د کابل امنيه قوماندان په وينا، نيول شوو کسانو هوډ درلود څو ياد راکټونه کابل ښار کې د ورانکارو کړنو لپاره ولېږدوي.

د دې خبرې ناستې په دوام، امنيه قوماندان کابل کې د يوه هوټل تړل کېدو او د عياشۍ په تور د ځينو کسانو نيولو خبر هم ورکړ.

هغه وويل، د "کابل کوزين" هوټل چې د کابل په شهرنو کې موقعيت لري او د ځوانانو د فحشا په مرکز بدل شوى و، د پوليسو له لوري تړل شوى او د اوو نجونو په ګډون ٤٦کسان د فحشا په تور نيول شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.