ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مخابراتو وزارت : مخابراتي شرکتونه دې د فعالو سيمکارتونو له پلور څخه ډډه وکړي

د مخابراتو وزارت : مخابراتي شرکتونه دې د فعالو سيمکارتونو له پلور څخه ډډه وکړي

author avatar
21 Apr 2017 - 15:14
د مخابراتو وزارت : مخابراتي شرکتونه دې د فعالو سيمکارتونو له پلور څخه ډډه وکړي
author avatar
21 Apr 2017 - 15:14

کابل(پژواک، د غويي لومړۍ نېټه   ٩٦): د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له مخابراتي شرکتونو څخه وغوښتل چې د فعالو مخابراتي سيمکارتونو له پلور څخه دې ډډه وکړي او له دې وروسته دې غير فعال سيمکارتونه وپلوري.

 دغه څرګندونې د مخابراتو وزارت سرپرست احمدشاه سادات په کابل کې نن په هغه خبري غونډه کې وکړې چې له چين سره د فايبري نوري شبکې د يوه تړون په اړه يې خبريالانو ته معلومات ورکول.

ده وويل چې نا راجستر شويو سيمکارتونو امنيتي ارګانونو او خلکو ته ستونزې پيدا کړې دي .

نوموړي زياته کړه چې د سيمکارتونو د راجستر طرحه نهايي شوې چې له دې وروسته به ټول مخابراتي شرکتونه غير فعال سيمکارتونه وړاندې کوي .

د نوموړي په خبره، اوس مهال يوازې د سلام مخابراتي شرکت سيمکارتونه په غير فعاله توګه پلورل کيږي .

روشن، افغان بیسیم، ام ټي ان، اتصالات، وصل تیلیکام او سلام هغه مخابراتي شرکتونه دي چې په افغانستان فعاليت لري .

 سادت وويل چې مخابراتو وزارت بازار ته د لاس رسي پاليسي جوړه کړې چې مخابراتي شرکتونه له فايبر نوري شبکې څخه په ارزانه بيه او لوړ کيفيت استفاده وکړي .

 دده په ونيا ، تر راتلوونکو دوو کلونو به د انټرنټ په بيه کې د پام وړ کموالى راشي .

 سادت زياکړه چې له چين څخه افغانستان ته د فايبر نوري د شبکې د انتقال سروې او ډيزاين به په روان کال کې بشپړه او په ٢٠١٨کال کې به يې عملي کار پيل شي. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.