ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لوګر کرومایټ ډبرې د امنیتي ځواکونو په همکارۍ قاچاق کېږي

د لوګر کرومایټ ډبرې د امنیتي ځواکونو په همکارۍ قاچاق کېږي

author avatar
22 Apr 2017 - 12:17
د لوګر کرومایټ ډبرې د امنیتي ځواکونو په همکارۍ قاچاق کېږي
author avatar
22 Apr 2017 - 12:17

پل علم (پژواک، ٢ غويی ٩٦): د لوګر د ولايتي شورا ځيني غړي ادعا کوي چې د امنيتي ځواکونو په همکارۍ په محمد اغې او خروار ولسواليو د کرومايټ ډبرو قاچاق کېږي، خو د ولايت مقام بيا دغه څرګندونې ردوي.

د لوګر د ولايتي شورا غړي حسيب الله ستانکزي د غويي په ٢يمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې وروستيو کې يو ځل بيا په محمد اغې او خروار ولسواليو کې د کرومايټ ډبرو قاچاق پيل شوى دى.

د هغه د معلوماتو له مخې، د لوګر په محمد اغه او خروار ولسواليو کې د کرومايټ ډبرو نهه کانونه شتون لري.

هغه وايي چې دغه کانونه د امنيتي ځواکونو په همکارۍ غير قانوني کيندل کېږي او وروسته بيا قاچاق کېږي.

ستانکزي زياته کړه: ((کله چې بيا موږ د دې قاچاق پر وړاندې په رسنيو کې غږ پورته کړو، د يو څه وخت لپاره يې مخه نيول کېږي خو وروسته بيا شروع کېږي.))

ده وويل چې په لوګر کې له هېڅ شرکت سره د کرومايټو د کان په برخه کې تړون نه دى لاسليک شوى او که هر څوک په دې برخه کې کوم سند ولري نو هغه به يې هم جعلي جوړ کړى وي.

دغه راز د دې شورا بل غړي سيد قريب الله سادات پژواک ته وويل چې د لوګر ولايت د کرومايټ قيمتي ډبرې بې ساري کانونه لري.

خو هغه وايي چې دغه کانونه د بې کفايته چارواکو په همکارۍ په غير قانوني ډول کيندل کېږي او بيا پاکستان هېواد ته قاچاق کېږي.

ده وويل چې حکومتي او سيمه ييز چارواکي بايد د دې ملي شتمنۍ د لوټ کېدو جدي مخه ونيسي.

د ولايتي شورا يادو دواړو غړو د خپلو څرګندونو په اړه هېڅ ډول سند پژواک ته ښکاره نه کړ.

دغه راز د محمد اغې ولسوالۍ د مغل خېلو سيمې اوسېدونکي زبير پژواک ته وويل: ((زموږ د کلي په غره کې د کرومايټ ډبرو لوى کان دى، دا لس کاله کېږي چې ناقانونه کيندنې په کې روانې دي خو څوک يې مخه نه نيسي.))

د هغه د معلوماتو له مخې، هره ورځ له دغه کان څخه دوه لارۍ موټر له کرومايټ ډبرو ډکېږي او بيا د پکتيا خوا ته وړل کېږي خو څوک يې مخه نه نيسي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.