ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د میوند قول اردو ۲۱۱ مامورین د وظیفوي غفلت له امله څارنوالۍ ته معرفي شوي

د میوند قول اردو ۲۱۱ مامورین د وظیفوي غفلت له امله څارنوالۍ ته معرفي شوي

author avatar
22 Apr 2017 - 17:28
د میوند قول اردو ۲۱۱ مامورین د وظیفوي غفلت له امله څارنوالۍ ته معرفي شوي
author avatar
22 Apr 2017 - 17:28

لښکرګاه (پژواک، ٢ غويی ٩٦): د هلمند امنيتي چارواکي وايي چې د ميوند قول اردو ٢١١ لوړپوړي او ټيټ پوړي مامورين د وظيفوي غفلت له امله څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.

په هلمند کې د ٢١٥ ميوند قول اردو قوماندان بريد جنرال ولي محمد احمدزي د غويي په دويمه د يوې خبري غونډې پر مهال وويل چې په تېرو دوو کلونو کې د دې قول اردو ٢١١ غړي څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.

هغه وايي: ((په دې کې لوړ رتبه او ټيټ رتبه مامورين شامل دي او دا هغه کسان دي چې خپله وظيفه يې سمه نه وه اجرا کړې.))

څه موده وړاندې د ميوند قول اردو پخوانى قوماندان تورن جنرال معين فقير هم د وظيفوي غفلت له امله څارنوالۍ ته معرفي شوى دى.

خو احمدزى بيا وايي چې د دې کسانو د وظفيوي غفلت له امله امنيتي حالات کړکېچن شوي دي او د سرتېرو د مرګ ژوبلې کچه هم لوړه شوې ده.

د هغه د معلوماتو له مخې، د يادو کسانو لومړى محکمه ترسره شوې او بله محکمه به يې هم په نږدې راتلونکي کې ترسره شي.

ده وويل: ((که دغو کسانو سمه دنده ترسره کړې واى، نن به دومره مشکل نه و، وسله والو مخالفينو دومره پرمختګ نه شو کولاى.))

هغه دا هم وويل چې اوسمهال د هلمند په بېلابېلو سيمو کې د افغان دولت د وسله والو مخالفينو پر وړاندې عمليات روان دي.

دغه راز په دې غونډه کې د هلمند د ولايتي شورا مرستيال عبدالمجيد اخندزاده وويل، ټول هغه کسان بايد څارنوالۍ ته معرفي شي چې اداري فساد کوي او يا یې هم په دنده کې غفلت کړى وي.

ده ټينګار وکړ چې د پوليسو چارواکي هم بايد غفلت کوونکو کسانو ته ورته سزا ورکړي، څو امنيت ټينګښت ومومي.

د يادونې ده، څه موده وړاندې د هلمند والي حيات الله حيات هم ويلي وو چې په دغه ولايت کې ١٥٠ پوستې له مقاومت پرته وسله والو طالبانو ته پرېښودل شوې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.