ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غني: اقلیت ډلې زموږ اراده نه شي بدلولی

غني: اقلیت ډلې زموږ اراده نه شي بدلولی

author avatar
22 Apr 2017 - 21:06
غني: اقلیت ډلې زموږ اراده نه شي بدلولی
author avatar
22 Apr 2017 - 21:06

کابل (پژواک ٢ غويى ٩٦): ولسمشر طالبانو ته په خطاب کې ويلي، رادې شي له علماوو، ځوانانو او ښځو سره دې بحث او مذاکره وکړي، نه دا چې هر ځای هغوی په نښه کړي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمداشرف غني نن ماښام په ارګ کې توحید ملي مرکز څخه د ویډیو کنفرانس له لارې د ۳۴ ولایتونو والیانو، د قول اردو، د پولیسو د زونونو او امنیه قوماندانانو او همدارنګه د ملي امنیت، حج او اوقافو، اطلاعات او فرهنګ، پوهنې رئیسانو او د ولایتي شوراګانو رئیسانو او غړو سره د روان وضعیت په اړه خبرې وکړې.

سرچينه کاږي، نوموړي د ۲۰۹ شاهین قول اردو قوماندانۍ باندې د تروریستي برید په خاطر د خپلې ډاډګېرنې مراتب ټولو خلکو ته څرګند کړل، وې ویل: "د جمعې په ورځ زموږ په اولادونو د عبادت پرمهال تروریستي برید وشو او شهیدان شول."

هغه زیاته کړه: "دا هر سرتېری اتل دی چې د وطن د ښه راتلونکي لپاره  یې د خدمت لاره اختیار کړې، ما بلخ ولایت ته په خپل ننني سفر کې د دې تروریستي پېښې د ټپیانو د حالت پوښتنه وکړه او هغوی د دښمن  پر ضد د مبارزې لوړه روحیه لرله."

ده څرګنده کړه، په دې اړه جدي څېړنې پیل شوي او د ملي دفاع وزیر مرستیال، لوی درستیز او د ملي امنیت عمومي ریاست مرستیال په ساحه کې حضور لري.

هغه وویل: "خپلو سیمو ته د شهیدانو د جسدونو د انتقال ترتیبات نیول شوي دي."

د نوموړي په وينا، په وروستیو میاشتو کې زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونو دښمن ته بې ساري تلفات واړول او موږ باید درک کړو چې په افغانستان کې د جنګ ډول بدل شوی، دښمنان د جنګ په ډګر کې له ماتې وروسته زموږ ملکي وګړي، جوماتونه، تکایا، علما، ښځې ، ځوانان او ماشومان په نښه کوي.

غني وويل، د افغانستان جنګ داخلي نه دی، موږ د بین المللي مبارزې په لومړۍ کرښه کې قرار لرو او بین المللي تروریستي ډلو سره د جنګ په حال کې یو.

ده زياته کړه، د دښمن کوښښ دا دی چې افغانستان د بې ثباتۍ په مرکز بدل کړي، اما اجازه نه ورکوو او په قاطعیت کوښښ کوو چې د پنځو راتلونکو نسلونو ارامي تامین کړو.

ولسمشر یادونه وکړه، موږ په حساسو شېبو کې قرار لرو او باید په ټول مقاومت تاریخ جوړوونکي شو او دښمن او ټولې تروریستي ډلې انزوا ته بوځو.

هغه زیاته کړه، اقلیت ډلې په هیڅ وجه زموږ اراده نه شي بدلولی.

جمهور رئیس طالبانو ته په خطاب کې وویل: "نننی افغانستان، پرونی افغانستان نه دی، که واقعاً جرئت لرئ، راشئ له علماوو، ځوانانو او ښځو سره بحث او مذاکره وکړئ، نه دا چې هر ځای هغوی په نښه کړئ."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.