ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يکشنبه ملي ماتم اعلان شو

يکشنبه ملي ماتم اعلان شو

author avatar
22 Apr 2017 - 20:02
يکشنبه ملي ماتم اعلان شو
author avatar
22 Apr 2017 - 20:02

کابل (پژواک، ٢ غويى ٩٦): ولسمشر محمداشرف غني د ۲۰۹ شاهین قول اردو قوماندانۍ کې د وروستي ترهګريز برید قربانيانو ته د درناوي په خاطر د حکم په صادرولو سره یکشنبه ملي ماتم اعلان کړ.

له ارګ څخه د غويي په ٢مه، پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې د ولسمشر د حکم په حواله راغلي:  ((د  وروستۍ تروریستي پېښې د شهیدانو د اعزاز او درناوي په موخه چې د ۲۰۹ شاهین قول اردو جومات کې د جمعې لمانځه اداکولو په وخت کې شهیدان شول، لاندې مراتب منظور دي.))

لومړۍ ماده:  یکشنبه (۳/۲/۱۳۹۶) ملي ماتم اعلان شو او په ټول هېواد او سیاسي نمایندګیو کې دې  د افغانستان بیرغ نیمه ځوړند شي.

دویمه ماده:  د جمهوري ریاست ارګ جامع جومات او د هېواد ټولو جوماتونو کې دې ۲۰۹ شاهین قول اردو کې د وروستۍ تروریستي پېښې د قربانيانو روح ته د دعا ځانګړي مراسم د یوې ورځې لپاره ترسره شي.

وسله والو طالبانو پرون پر شاهين قول اردو د جمعې د لمانځه پر مهال، ډله ييز بريد کړى و، چې د وروستيو معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې ١٣٥ کسان وژل شوي او تر ٦٠ زيات ټپيان دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.